ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ په چهاربولک کې ١٢ وسله وال وژل شوي

د بلخ په چهاربولک کې ١٢ وسله وال وژل شوي

author avatar
18 Apr 2016 - 11:04
د بلخ په چهاربولک کې ١٢ وسله وال وژل شوي
author avatar
18 Apr 2016 - 11:04

مزارشريف (پژواک، ۳۰ وری ۹۵): د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې دوولس وسله وال طالبان وژل شوي او دوه سيمه ييز پوليس ټپيان دي.

بېګا شپه يو شمېر وسله والو طالبانو په چهاربولک ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد کړی چې له امله يې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د وري په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د چهاربولک ولسوالۍ په بيست پيکال سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې وسله والو طالبانو په ياده سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړ چې له امله يې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نږدې يو ساعت جګړه ونښته.

هغه وايي چې د جګړې په پايله کې دوولس وسله وال طالبان ووژل شول چې جسدونه لا هم په سيمه کې پراته دي.

قادري وويل چې په جګړه کې دوه سيمه ييز پوليس هم ټپيان شول.

خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې په ياده نښته کې اووه وسله وال طالبانو وژل شوي او د بيست پيکال د سيمه ييزو پوليسو د پوستې قوماندان ټپي شوی دی.

د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل چې ماښام مهال وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ، خو د سيمه ييزو او ملي پوليسو له خوا ورته درنه مرګ ژوبله واوښته.

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ په پېښه کې اووه وسلوال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، په پېښه کې دوه سيمه ييز پوليس هم ټپيان شوي چې يو په کې د پيست پيکال سيمې د سيمه ييزو پوليسو د پوستې قومندان نجيب الله You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.