ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د څلور کلنې ستراتېژۍ په پلي کېدو به سوداګريز وضعيت ښه شي”

” د څلور کلنې ستراتېژۍ په پلي کېدو به سوداګريز وضعيت ښه شي”

author avatar
18 Apr 2016 - 20:31
” د څلور کلنې ستراتېژۍ په پلي کېدو به سوداګريز وضعيت ښه شي”
author avatar
18 Apr 2016 - 20:31

کابل (پژواک،٣٠ ورى ٩٥): د صنايعو او سوداګرۍ وزير وايي، افغانستان د سوداګرۍ مساعد چاپېريال له اړخه د نړۍ ١٨٩ هېوادونو له جملې څخه ١٧٧ مقام کې ځاى لري؛ خو د څلور کلنې ستراتېژۍ په عملي کېدو به د افغانستان سوداګريز وضعيت لا پسې ښه شي.

د صنايعو او سوداګرۍ وزير همايون رسا نن  ولسي جرګې ته ورغوښتل شوى و، څو د کارکوونکو د ګومارنې او مالي فساد شتون په اړه جرګې ته معلومات ورکړي.

رسا وويل، اوسمهال افغانستان د مساعد سوداګريز چاپېريال لپاره د نړۍ ١٨٩ هېوادونو په منځ کې ١٧٧مقام کې ځاى لري؛ خو د دې وزارت له لوري دې وروستيو کې څلور کلنه سوداګريزه ستراتيژي جوړه شوې ده، د افغان ولس ملاتړ او د افغانستان موقعيت ته په پام سره دې درجه بندي کې به مثبت بدلون راشي. 

نوموړي د ستراتيژي په اړه جزئيات ور نه کړل؛ خو ويې ويل چې په عملي کېدو به يې د هېواد د صادرات کچه لوړه او د وارداتو راټيټه شي؛ ځکه د دې ستراتېژۍ په تطبيق سره به د هغو توکو د وارداتو مخه هم ونيول شي چې هېواد کې دننه توليدېږي.

ده زياته کړه، جورجيا هېواد مخکې سوداګريز چاپېريال ته د مساعدو هېوادونو په کتار کې ١٨٣ ځاى درلود، خو د اصلاحاتو په  راوستلو وتوانېد ٢٤ مقام خپل کړي.

د هغه په وينا، د افغانستان اوسنى وضعيت د جورجيا په پرتله ډېر ښه دى او که د ياد هېواد له تجربو څخه استفاده وشي، افغانستان هم کولى شي په کمه موده کې د سوداګرۍ لپاره غوره چاپېريال ته لار هواره کړي.

د يادونې وړ ده چې پژواک خبري اژانس د روان کال د وري په ٨ مه "د افغانستان منفي سوداګريز وضعيت اندېښناک دى" عنوان لاندې  راپور خپور کړى و.

ياد راپور کې راغلي،چې امنيتي ستونزې، اداري فساد او د افغانستان ناڅرګند سياسي وضعيت د سوداګرۍ او صنايعو د پراختيا او دې هېواد کې د سوداګريزو بنسټونو او اسانتياوو رامنځ ته کولو په برخه کې لوى خنډونه دي.

راپور کې زياته شوې، څه باندې يوه لسيزه کې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د ميلياردونو امريکايي ډالرو مرستې وکړې؛ خو دا چې يادې پيسې په بنسټيزو پروژو کې ونه لګول شوې او هېواد کې پراخ فساد و، افغانستان لا هم يو مصرفي هېواد دى او صادرات يې پر سنتي توکو تکيه دي.

د ولسي جرګې نننۍ غونډه کې د جرګې ځينو غړو ويل چې سوداګرۍ وزارت کې د قانوني پړاوونو له ترسره کولو پرته ګومارنې شوې دي؛ خو وزير وويل: "ټولې ګومارنۍ د وړتيا اصل پربنسټ شوې دي او ګومارنې يواځې زما له خوا نه دي شوي، بلکې مرستيالانو هم له اړتيا سره سم ګومارنې کړې دي."

هغه په داسې حال کې چې ويل يې له هېڅ ګوند سره اړيکه نه لري، زياته کړه: "له شخصي او ګوندي سليقو پرته ګومارنې ترسره شوې او ټول کارکوونکي چې ګومارل شوي، ماستر او يا هم ليسانس دي."

نوموړي د دې ادعاوو په اړه چې دې وزارت کې ځينې پوستونه خرڅ شوي دي، وويل: "کله چې د وزارت مقام له رييس او يو معين پرته نورو کسانو مهمو پوستونو ته لار نه ده موندلې، نو په کوم اساس د وزارت کليدي بستونه خرڅ شوي دي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.