ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې د سېلاب وړو څلورو کسانو مړي موندل شوي

په سمنګان کې د سېلاب وړو څلورو کسانو مړي موندل شوي

author avatar
18 Apr 2016 - 16:29
په سمنګان کې د سېلاب وړو څلورو کسانو مړي موندل شوي
author avatar
18 Apr 2016 - 16:29

ابيک (پژواک، ٣٠ ورى ٩٥): د وړمې ورځې سېلابونو په سمنګان کې درانه زيانونه اړولي او هلته له پنځو سېلاب وړو څخه د څلورو مړي موندل شوي خو يو ماشوم اوس هم ورک دى.

وړمه ورځ سېلابونو د سمنګانو په دره صوف پايين، حضرت سلطان او دره صوف بالا ولسواليو او د دغه ولايت د مرکز اړوند پّ ځينو سيمو کې درانه زيانونه واړول.

د دره صوف پايين ولسوالۍ اجرايي امر انجنير محمدقربان پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې سېلابونو يوه نهه کلنه نجلۍ او يو ١١ کلن هلک چې خور او ورور کېدل، د دره صوف پايين په "ددک" سيمه، يو پنځوس کلن سړى د دې ولسوالۍ په "زيرکي" کلي او دوه باروړونکي موټر له يو موټر چلوونکي سره د همدې ولسوالۍ د "پل نمبريک" په سيمه کې وړي دي.

د دره صوف پايين ولسوال فخرالدين مبارز نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو کسانو مړي موندل شوي دي.

ده وويل چې سېلاب په "پل نمبريک" سيمه کې شاوخوا سل متره سړک هم تخريب کړى چې له امله يې د دره صوف پايين- مزارشريف لار هم د ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده.

هغه وايي چې په يادو سيمو کې لسګونه جريبه کرنيزه مځکه هم تخريب شوې ده.

سېلابونو په حضرت سلطان ولسوالۍ کې هم زيانونه اړولي دي.

د حضرت سلطان ولسوال سراج الدين فطرت وايي چې د وړمې ورځې سېلاب د حضرت سلطان په "شولکتو" سيمه کې يو ماشوم د هغه له زانګو سره وړى او تر اوسه نه دى موندل شوى.

د هغه په وينا، سېلابونو د دې ولسوالۍ په نهو کليو کې مالي زيانونه اړولي او کرنيزې ځمکې يې تخريب کړې دي.

د سمنګانو ولايت له پېښو سره د مبارزې رييس رجب علي يوسفي وايي چې سېلابونو په حضرت سلطان ولسوالۍ کې ٨٦ کورونه، ١٢ څاګانې ،د څښلو د اوبو ٣٠ ذخيرې، دوه جوماتونه، يوه مدرسه، پنځه کليومتره سړک، نهه کيلومتره کانال او څلور پلچک نړولي ، د ٢٥٠٠ جريبه مځکې محصولات يې له منځه وړي او نږدې ٣٠٠ څاروي يې وژلي دي.

ده وويل چې په شولکتو سيمه کې سېلابونو دېرش کورونه نړولي او د دې سيمې له سېلاب ځپلو سره له د پېښو پر وړندې د تياريو رياست د ګرمو کاليو مرسته کړې ده.

دى وايي، تر اوسه تر لاسه شوي معلومات ښيي چې سېلابونو په دره صوف پايين ولسوالۍ کې ١٩ کورونه نړولي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.