کابل (پژواک، ٣٠ ورى ٩٥): د افغانستان کرکټ بورډ او د يوه ودانيز شرکت تر منځ په لغمان ولايت کې د کرکټ د يوه معياري لوبغالي جوړولو تړون لاسليک شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغه تړون د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش او د محمدشفيق ودانيز شرکت د رييس تر منځ لاسليک وکړ.
هوتک زياته کړه چې د لغمان کرکټ لوبغالی به د دغه ولايت په مرکز مهترلام ښار کې په ٣٠ جريبه ځمکه کې جوړېږي او چارې به يې په اتو مياشتو کې بشپړې شي.
که څه هم نوموړي د دې پروژې لګښت په ډاګه نه کړ، خو زياته يې کړه چې لګښت يې د افغانستان کرکټ بورډ اداره ورکوي.
د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش وويل چې په هېواد کې پر يو شمېر نورو ولايتونو سربېره اوس په لغمان کې هم د کرکټ يو معياري لوبغالی جوړېږي.
هغه زياته کړه: ((موږ د هېواد په هر ولايت کې د کرکټ د ودانيزو چارو ته ژمن يو او لرې به نه وي چې ډېر ژر به د هېواد په کچه د کرکټ يو سمبال جوړښت ولرو.))
د ياد شرکت رييس محمد شفيق چې له کرکټ سره د خپلې مينې له مخې د لغمان ولايت پر لوبغالي د زړه له تله به کار وکړي او يو معياري لوبغالی به د کرکټ بورډ ادارې ته وسپاري.
د يادونې ده، اوسمهال په خوست او کندهار کې هم د معياري لوبغالو پر جوړولو کار روان دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن