ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ښه مدیریت او د امنیتي ځواکونو همغږي د لوګر د امنیت د ښه والي لامل شوي”

“ښه مدیریت او د امنیتي ځواکونو همغږي د لوګر د امنیت د ښه والي لامل شوي”

author avatar
18 Apr 2016 - 17:18
“ښه مدیریت او د امنیتي ځواکونو همغږي د لوګر د امنیت د ښه والي لامل شوي”
author avatar
18 Apr 2016 - 17:18

پل علم (پژواک، ٣٠ ورى ٩٥): د لوګر والي وايي چې د نورو کلونو په پرتله تېر کال په دغه ولايت کې امنيتي حالات ښه وو چې له امله يې د ملکي خلکو او امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه هم ټيټه وه.

دغه څرګندونې د لوګر والي محمدحليم فدايي نن د وري په٣٠مه په مرکز پل علم کې د يوې خبرې غونډې پر مهال وکړې.

فدايي وويل چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې ژمني عمليات، د ځواکونو تر منځ همغږي، د خلکو همکاري، د کشفي ارګانونو د پام وړ فعاليت، د نشه يې توکو د قاچاق مخنيوی او ښه مديريت د دې لامل شول چې تېر کال په دغه ولايت امنيتي حالات ښه وي.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه ولايت کې وسله والو مخالفينو ١٦٣ بريدونه کړي په داسې حال کې چې وړم کال دغه شمېر ٣٦٣ وو.

ده وويل چې د يادو بريدونو پر مهال وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ځکه تېر کال د امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه ډېره ټيټه وه.

فدايي په تېر کال کې د مرګ ژوبلې په اړه کومه شمېره وړاندې نه کړه خو زياته يې کړه: ((طالبانو اوس د افغان ځواکونو پر وړاندې مقاومت له لاسه ورکړی يواځې تبليغاتي جګړه کوي.))

فدايي چې يواځې په روانه مياشت کې په دغه ولايت کې ١٣طالبان وژل شوي، اته تنه نيول شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

دغه راز هغه وويل چې په تېر کال کې ١٧ سوه جريبه ځمکه يې هم د غاصبينو له منګلو خلاصه کړې ده.

په دې غونډه کې د لوګر د ولايتي شورا منشي هما احمدې هم وويل چې تېر کال په لوګر ولايت کې امنيتي حالات ښه وو.

هغې پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې له جګړې نور لاس واخلي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.

داسې مهال د لوګر چارواکي په دغه ولايت کې امنيتي حالات د ډاډ وړ بولي چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو د عمري او افغان امنيتي ځواکونو د شفق په نامه پسرلني عمليات پيل کړي دي.

د يادو عملياتو په لړ کې په تېرو څو ورځو د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغان امنيتي ځواکونو، عامو خلکو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.