ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګانو پوهنتون استادانو کاري اعتصاب درېمې ورځې ته وغځېد

د سمنګانو پوهنتون استادانو کاري اعتصاب درېمې ورځې ته وغځېد

author avatar
19 Apr 2016 - 20:12
د سمنګانو پوهنتون استادانو کاري اعتصاب درېمې ورځې ته وغځېد
author avatar
19 Apr 2016 - 20:12

ايبک (پژواک ٣١ ورى ٩٥): د سمنګان پوهنتون استادانو کاري اعتصاب درېمې ورځې ته وغځېد او اعتصاب کوونکي وايي، هغه مهال به خپل اعتصاب پاى ته ورسوي، چې د دوى غوښتنو ته لاسرسى وشي.

د يادو ٤١ استادانو کاري اعتصاب د دې لامل شوى چې د دغې تحصيلي دولتي موسسې ٣٧٠٠ محصلين له درسونو پاتې شي.

د يادې تحصيلي موسسې د اقتصاد پوهنځي استاد محمد قاسم نبي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پوهنتون د ١٩ استادانو او يو شمېر درسي صنفونو له کمښت سره مخامخ دى، پر دې سربېره د څښاک اوبه، لابراتوار او کتابخونه هم نه لري.

هغه زياته کړه چې استادانو دغه ستونزه د ياد پوهنتون له پخواني رييس احمد شعيب مسلميار سره شريکه کړه او د يادې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه، خو مسلميار په دې اړه هېڅ کار هم ونه کړ.

نوموړي وويل، له هغه وروسته د ياد پوهنتون استادانو دا موضوع د لوړو زده کړو له وزارت سره شريکه کړه او وزارت د يوه پلاوي له لوري د يادې موضوع له څېړنې وروسته نه يواځې دا چې د ستونزې د حل په برخه کې ګام پورته نه کړ، بلکې شعيب يې د دوکتورا ترلاسه کولو په موخه له هېواده بهر ولېږه او د سمنګان پوهنتون استادانو له ډلې يې عبدالبصير دلجوى د سرپل پوهنتون ته بدل کړ، دوه استادانو هر يوه (روح الله امير او محمد قاسم نبي زاده) ته يې اخطاريې ورکړې او يوه بل استاد (محمد منير انصاري) ته توصيه کړې چې د هغه په سوانحو کې ثبت شوه.

نوموړي چې د نورو استادانو په استازيتوب خبرې کولې؛ شعيب د مديريت په کمزورتيا او په اداري فساد کې په لاس لرلو او د محصلينو د بدل اعاشې پيسو په غلا کولو تورن کړ او ويې ويل، چې شعيب بايد څارنوالۍ ته ورپېژندل شوى وى.

هغه زياته کړه، استادان به تر هغه مهال پورې خپل اعتصاب ته دوام ورکړي، ترڅو چې د لوړو زده کړو وزارت د دغې ستونزې د حل لپاره ګام نه وي پورته کړى او د يادو څلورو استادانو پرېکړه بايد بېرته واخلي.

د ياد پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېم ټولګي محصل احمد مريد بهمن هم په دغه پوهنتون کې د يو شمېر ستونزو لکه د استادانو کمښت، د څښاک اوبو نه شتون او داسې نور؛ په اړه شکايت وکړ او د وزارت دغه پرېکړه يې وغندله.

نوموړي د لوړو زده کړو له وزارت وغوښتل، څو يادې ستونزې ته لاسرسى وکړي.

د سمنګانو د لوړو زده کړو موسسې سرپرست سيد جعفر وويل، نوموړي د کاري اعتصاب او د يادو استادانو غوښتنو په اړه د لوړو زده کړو وزارت ته راپور لېږلى دى.

نوموړي زياته کړه، د دغه وزارت د مکتوب پر بنسټ د بلخ پوهنتون يو استاد د سمنګانو پوهنتون د سرپرست په توګه ټاکل شوى، خو پاتې نور مسايل تر اوسه پورې په خپل ځاى پاتې دي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د لوړو زده وکړو وزارت نظر له ځانه سره ولري، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.