اسعد اباد ( پژواک، ٣١ ورى ٩٥) : د کونړ ولايت لسګونو قومي مشرانو او ديني عالمانو ديوې پراخې غونډې په ترڅ کې د هېواد له ملي امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ.
په دې غونډه کې چې د وري په ٣١مه، په څوکۍ ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، په کې د خاص کونړ، نورګل، نرنګ او څوکۍ ولسواليو قومي مشرانو،ديني عالمانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
دوى افغان امنيتي ځواکونه د دې خاورې ساتونکي او اتلان ياد کړل، قومي مشرانو د امنيتي سرتېرو او افسرانو په غاړوکې ګلان واچول او پګړۍ يې ور پر سر کړې.
د څوکۍ ولسوالۍ قومي مشر سلطان محمد عظيمي وويل، چې د دې خاورې او خلکو د امنيت ساتنه د افغان امنيتي ځواکونو او د ولس ګډ مسووليت دی.
نوموړي زياته کړه، اوس چې په دې هېواد کې څه روان دي دا ټول د پرديو جنګونه دي چې په افغانانو تحميل شوي دي.
د هغه په وينا، له دې جنګونو څخه د خلاصون يواځينۍ لار د خپلو امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ او د خپلمنځي اختلافاتو له منځه وړل دي.
د نرنګ ولسوالۍ قومي مشر عطا الله وويل چې ټول خلک له خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي ځکه چې د همدې خاورې بچيان دي ، له خپل ولس او خاورې څخه دفاع کوي.
هغه له دولت څخه وغوښتل چې ملي امنيتي ځواکونه په مجهزو وسلو سمبال او ټولې اسانتياوې ورته برابرې کړي.
د کونړ والي وحيدالله کليمزي چې په دې غونډه کې يې ګډون کړى و، د يادو ولسواليو له قومي مشرانو او ديني عالمانوڅخه مننه وکړه چې له خپلو امنيتي ځواکونونه يې ملاتړ وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن