ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ولسمشر  غني د سولې څلور اړخيزې خبرې اترې تحريم کړې دي”

“ولسمشر غني د سولې څلور اړخيزې خبرې اترې تحريم کړې دي”

author avatar
19 Apr 2016 - 19:13
“ولسمشر  غني د سولې څلور اړخيزې خبرې اترې تحريم کړې دي”
author avatar
19 Apr 2016 - 19:13

کابل (پژواک، ٣١ ورى ٩٥): د ملي شورا يو شمېر غړي وايي چې ولسمشر د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوي سره د سولې خبرې اترې له هيلو ډکې بللې او ويلي يې دي چې د سولې څلور اړخيزې خبرې اترې يې تحريم کړې او له طالبانو سره د سولې په اړه د نوې لارې په هڅه کې دي.

 په تېرو څلورو مياشتو کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرو اترو په اړه څلور اړخيزې ناستې په کابل او اسلام اباد کې ترسره شوې او په دې پرېکړه وشوه چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ به د سولې خبرې اترې د روان کال د مارچ مياشتې په لومړۍ نېټه ترسره شي، خو طالبانو بيا دغه خبرې رد کړي او له هغه وروسته ياده لړۍ وځنډېده.

 بلخوا د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند له دولت سره د سولې خبرو اترو په موخه خپل پلاوى کابل ته رالېږلى او له تېرې يوې مياشتې راهيسې د سولې عالي شورا او ياد پلاوي تر منځ خبرې اترې روانې دي.

 د ملي شورا غړو پرون شپه په هغه مشورتي ناسته کې چې د ملي يووالي حکومت مشرانو له لوري په ارګ کې په هېواد کې د سولې او امنيت ټينګښت په اړه ترسره شوه؛ ګډون درلود. په دغه ناسته کې له ولسمشر اشرف غني سربېره د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، امنيتي چارواکو او د حکومت يو شمېر نورو غړو هم ګډون درلود.

د يادې ناستې يوه غړي او د ولسي جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان وويل، چې د ملي شورا غړو په يوه غږ سره د هېواد له امنيتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ او ژمنه يې وکړه چې د امنيتي ځواکونو د تمويل او سنبالښت لپاره به د بېلابېلو سرچينو له لارې هلې ځلې وکړي.

 هغه زياته کړه: "ولسمشر هم همدا پيغام درلود او ويل يې چې سليقوي خبرې يوې څنډې ته کېږدو، بايد د افغانستان د پايښت لپاره کار وکړو، څو د افغانستان پايښت تضمين شي."

عرفان زياته کړه: "ولسمشر وويل چې د سولې او نظام په برخه کې تر يوه ځاى تفاهم ته رسېدلي يو، اوس دنيا په دې فکر ده چې له امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي، د پاکستان تېر ايستونکي کارونه څرګند شوي، افغان حکومت مخلص دى، خو د پاکستان حکومت رښتينى عمل نه کوي."

 نوموړي وويل، چې ولسمشر د حزب اسلامي له پلاوي سره د سولې خبرو اترو په اړه هيله څرګنده کړه او ويې ويل، چې له دغه ګوند سره به د سولې خبرې اترې مطلوبه پايله ولري.

 خو عرفان زياته کړه: "ولسمشر وويل چې له طالبانو سره څلور اړخيزه خبرې تحريم شوې دي او حکومت په يوې نوې کړنلارې کار پيل کړى، څو د هغې پر بنسټ له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پر مخ يوړل شي."

د يادې ناستې ګډون کوونکې او د ولسي جرګې غړې فرشتې اميني پر دې سربېره چې د عرفان خبرې تاييد کړې، ويې ويل: "ولسمشر ويلي چې افغانستان له پاکستان سره په يوې نا اعلان شوې جګړه کې ښکيل دى، څلور اړخيزه ناسته تحريم شوې او له يو شمېر نورو هېوادونو سره خبرې اترې پيل شوې، څو د سولې خبرې اترې پايله ولري."

 د نوموړې په وينا، ولسمشر ويلي چې پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې رښتيني ګامونه نه اخلي او اوس نړيواله ټولنه هم دې ته اړ شوې چې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ  وکړي، څو هغه مخالفين چې سوله نه کوي؛ وځپل شي.

 د مشرانو جرګې يوه غړي او د يادې ناستې ګډونوال جمعه الدين ګيانوال وويل، چې يادو څلور اړخيزو ناستو هيڅ لاسته راوړنه نه درلوده او د افغان حکومت له لوري تحريم شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.