جلال اباد (پژواک،۳۱ وری۹۵): د ننګرهار والي وايي، رسنۍ دې د دښمن د تبليغاتو مخه ونيسي او د ناامنيو په اړه دې د هغوی د بېځايه تبليغاتو پر وړاندې حقايق خپاره کړي.
والي سليم خان کندزوي دا څرګندونې د وري په ۳۱مه، په ننګرهار کې د ژورناليستانو د ملي ټولنې له لوري د ۱۳۰ زده کوونکو د روزنې په فراغت غونډه کې وکړې.
دا غونډه چې د افغان امنيتي سرتېرو د ملاتړ په شعار جوړه شوې وه، يو شمېر سيمه ييزو چارواکو او د بېلابېلو رسنيو استازو په کې برخه درلوده.
والي سليم خان کندوزي يادې غونډې ته په خبرو کې وويل، د ژورناليستکو فعاليتونو ملاتړی دی او ژمنه يې وکړه چې معلوماتو ته په لاسرسي کې به له خبريالانو سره مرسته کوي.
هغه خبريالانو ته په اشارې وويل: ((ستاسو دنده ده، چې د دښمن بېځايه پروپاګنډ او تبليغاتو پر وړاندې د حقايقو پر بنياد خبرونه خپاره کړئ. د ولسونو ترمنځ يووالي ته کار وکړئ او د دښمن د بېځايه تبليغاتو مخه ونيسئ.))
نوموړي په خپلو خبرو کې دا يادونه هم وکړه چې رسنۍ دې د ملي احساس له مخې د افغان وژل شوو سرتېرو لپاره د شهيد کليمه وکاروي.
په ننګرهار کې د افغانستان د ژورناليستانو د ملي ټولنې مسوول شېرشاه همدرد وويل: ((موږ ۱۳۰ تنه ښځينه او نارينه زده کوونکي فارغان کړل، دوی ته مو پنځه مياشتې د ژورناليزم په برخه کې زده کړې ورکړې دي.))
هغه پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې هيله وښوده چې دغو کسانو ته کاري زمينې برابرې شي او همدا شان په ټولنيزو رسنيو کې د ښې حکومتوالۍ لپاره کار وکړي.
د يادو زده کړو يوې فارغې فهيمې پژواک اژانس ته وويل: ((لا هم په ننګرهار کې ښځينه ژورناليستانو ته د کار ي چاپېريال زمينې نه دي برابرې.))
نوموړې يادونه وکړه چې حکومت بايد په دې برخه کې عامه پوهاوی وکړي.
د هغې په وينا، د ننګرهار په ډېرو سيمه ييزو راډيوګانو کې ښځينه ژورناليستانې کار کوي، خو د کورني، ټولنيزو او کلتوري محديتونو له امله په ساحه کې کار نه شي کولی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن