ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د پېښې له ټپيانو سره زرګونه سي سي وينه مرسته وشوه

د کابل د پېښې له ټپيانو سره زرګونه سي سي وينه مرسته وشوه

author avatar
20 Apr 2016 - 18:36
د کابل د پېښې له ټپيانو سره زرګونه سي سي وينه مرسته وشوه
author avatar
20 Apr 2016 - 18:36

چاريکار- هرات- سرپل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٥): سلګونو حکومتي چارواکو او عامو خلکو په پروان، هرات او سرپل ولايتونو کې د کابل د پروني بريد ټپيانو ته څه باندې ٥٠ زره سي سي وينه ورکړه.

چارواکي وايي چې پرون د وسله والو مخالفينو له لوري په کابل ښار کې د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې پر رياست موټربم بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ٦٤ کسان ووژل شول او نږدې ٣٤٧ نور ټپيان دي.

د هغوى په وينا، د مرګ ژوبلې ډېرى قربانيان ملکي کسان دي.

نن د پروان ولايت مرکز چاريکارو کې د يادې پېښې د ټپيانو لپاره د وينې راغونډولو کمپاين پيل شو.

د پروان د عامې روغتيا رييس محمد قسيم سعيدى پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر نن غرمې پورې ٥٥ کسانو چې ډېرى يې د دغه ولايت مسوولين او کارکوونکي دي، ٣٠ زره سي سي وينه ورکړه.

نوموړي وويل چې دا کمپاين به تر دوو ورځو دوام ولري، په مرکز او ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه چمتو دي چې وينه راغونډه کړي.

د پروان والي محمد عاصم عاصم هم د هغو کسانو په ډله کې دى چې وينه يې ورکړې ده، د پرونۍ پېښې د قربانيانو کورنيو ته د خواخوږي څرګندولو تر څنګ وويل ، هغه او نورو ډېرو خلکو د غمرازۍ او همدردۍ  له مخې ټپيانو ته وينه ورکوي.

همداراز د پروان پوهنتون محصل محمدعباد نادري وويل چې د تېرې ورځې له ټپيانو سره د کومک لپاره يې ٥٠٠ سي سي وينه ورکړې ده.

نوموړي له نورو خلکو وغوښتل چې له ټپيانو سره د مرستې لپاره دې وينه ورکړي.

همداراز د هرات سيمه ييزو مسوولينو او ښاريانو د کابل د تېرې ورځې پېښې له ټپيانوسره د مرستې لپاره، د ويني راغونډولو کمپاين پيل کړ.

د هرات والي محمداصف رحيمي چې د وينې ورکولو په دغه کمپاين کې يې برخه اخيستې وه، وويل چې هرات ښاريان د کابل له خلکو سره د يووالي په دود، د ويني ورکولو کمپاين پيل کړى دى.

نوموړي چې د دولتي چارواکو، عالمانو او د ګذر وکيلانو په شتون کې خبرې کولې، دکابل پرونى بريد يې يو جنايت وباله، له عالمانو او مشرانو څخه يې وغوښتل څو له دولت سره همکار و اوسي او اجازه ور نه کړي چې تروريستان خپلو موخو ته ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.