جلال اباد (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۵): د ننګرهار د مرکز جلال اباد د لغمان اډې په ساحه کې شوې چاودنې نهه ملکي کسان ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، دا چاودنه نن مازديګر شاوخوا پنځه بجې د هډې اخونزاده په سيمه کې شوې ده.
د والي وياند وايي: ((د هډې اخندزاده سيمه کې يو تن موټرسايکل سپور چې له سيمې تېرېده، چاودنه يې کړې، دې پېښه کې اته ملکي کسان ټپيان شوي دي.))
هغه زياتوي، د پېښې د څرنګوالي په تړاو دقيق معلومات نشته، خو داسې فکر کېږي چې چاودېدونکي توکي په موټرسايکل کې ځای پر ځای شوي وو.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال بيا پژواک اژانس ته وويل چې د لغمان اډې په سيمه کې د لاسي بم چاودنې نهه کسان ټپيان کړي دي.
د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې شپږ کسان تر درملنې وروسته رخصت شوي او درې نور لا تر درملنې لاندې دي.
د شمس الرحمن په نوم د لغمان اډې يوه هټۍ وال پژواک ته وويل، اډې ته څېرمه د ناپېژاندو کسانو له لوري لاسي بم غورځول شوى او څو تنه يې ټپيان کړي دي.
ده زياته کړه، د پېښې له سيمې څو ټپيان روغتون ته انتقال شول چې ښايي ملکي لاروي به وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن