ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په اندړو کې ۱۶ وسله وال وژل شوي

د غزني په اندړو کې ۱۶ وسله وال وژل شوي

author avatar
20 Apr 2016 - 14:08
د غزني په اندړو کې ۱۶ وسله وال وژل شوي
author avatar
20 Apr 2016 - 14:08

غزني ښار (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ٩٥): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې په دوو پېښو کې ١٦ طالبان وژل شوي او ځیني نور ټپيان دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په عليزو سيمه کې پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنه کړې ده.

هغه وويل: ((دغه طالبان د عليزو په جومات کې ناست وو چې ماين پرې چاودنه کړې ده.))

اميري وايي چې په دې چاودنه کې د طالبانو د يو سيمه ييز قوماندان ملا قادر په ګډون ٦ تنه وژل شوي دي.

دغه راز په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند محمدحنيف رضايي پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ په ناني سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د طالبانو د يو قوماندان ملا يوسف په ګډون لس تنه وژل شوي دي.

رضايي وويل چې د يادې جګړې پر مهال افغان امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د اندړو ولسوالۍ د ناني سيمې اوسېدونکي عزت الله هم پژواک ته وويل: ((تېره شپه زموږ په کلي کې سخته جګړه روانه وه.))

ده وويل چې په دې جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله وال طالبان هم د اندړو جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي.

هغه وايي چې په دې نښتو کې ١٨ افغان امنيتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.