مزارشريف (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۵): له بلخ ولايت څخه د ټول هېواد په کچه د معارف ستوري د ټاکل کېدو سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ په مزارشريف ښار کې د نجم ټولنې له خوا د غويي په لومړۍ نېټه، له ۵زره زده کوونکو څخه د ازموينې په اخيستو پيل شوې، چې د ټول هېواد په کچه په کې ۲۵ ولايتونه برخه لري.
په بلخ کې د نجم ټولنې مسوول عبدالحکيم الفت پژواک خبري اژانس ته وويل، د هېواد په ۲۵ ولايتونو کې يې د ((معارف ستوري)) تر سرليک لاندې د ښوونځيو د زده کوونکو تر منځ سيالي پيل کړه.
نوموړي زياته کړه، د معارف ستوري د ټاکل کېدو لومړی پړاو له بلخ ولايت څخه نن (د غويي لومړۍ نېټه) پيل شو.
هغه وايي، له بلخ ولايت څخه په ياده سيالۍ کې د دغه ولايت د ۷۰ ښوونځيو، ۵زره زده کوونکو (هلکان او نجونې) برخه اخيستې ده.
الفت وويل، د بلخ له زده کوونکو څخه يو زده کوونکی د معارف د ستوري په توګه ټاکل کېږي او بيا د هېواد په کچه د معارف سيالۍ ته لاره پيدا کوي.
په مزارشريف کې د خانه نور خصوصي ښوونځي زده کوونکې هاجرې په ياده ازموينه کې برخه اخيستې، نوموړې پژواک ته وويل، د خپلې وړتيا د څرګندولو په موخه يې ازموينه کې برخه واخيسته.
هغې زياته کړه، ورته ازموينې په زده کوونکو کې له مطالعې سره لېوالتيا زياتوي.
هاجرې هيله درلوده چې د بلخ ولايت په کچه د معارف ستوری وټاکل شي.
په بلخ کې د نجم ټولنې مسوول الفت وويل، د هېواد په کچه د معارف ستوري له ټاکل کېدو يې موخه د زده کوونکو تشويق او د زده کړو ارزښت بيانول دي.
نوموړي زياته کړه، ورته سيالي د ښوونځيو او بيا د زده کوونکو تر منځ د ښه تعليم کولو سيالي رامنځته کوي، چې ورسره زده کړې پرمختګ کوي.
د هغه په وينا، په روانه مياشت کې د هېواد په نورو پنځه ويشت واړو ولايتونو کې د بلخ په څېر ازموينه اخيستل کېږي او له هر ولايت څخه د معارف ولايتي ستوری ټاکل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن