ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د هلمند د نا امنیو لامل ناسم مدیریت دی”

“د هلمند د نا امنیو لامل ناسم مدیریت دی”

author avatar
20 Apr 2016 - 15:35
“د هلمند د نا امنیو لامل ناسم مدیریت دی”
author avatar
20 Apr 2016 - 15:35

لښکرګاه (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۵): د هلمند د ولايتي شورا رييس وايي تر هغه چې د دغه ولايت په رهبرۍ کې بدلون را نه شي دغه ولايت به له امنيتي ګواښونو سره مخ وي.

د هلمند د ولايتي شورا رييس کريم خان اتل د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي شتون نه لري او امنيتي چارواکي هم پر خپلو شخصي کارونو بوخت دي.

ده وويل چې په دغه ولايت کې کافي سرتېري او جنګي وسايل شتون لري خو د ناسم مديريت له امله دغه ولايت له ګڼو امنيتي ګواښونو سره مخ دى.

هغه زياته کړه: ((د ناسمې رهبرۍ له امله سرتېري تر فشار لاندې دي او که حالات همدغه شان دوام وکړي نو د طالبانو عمري عمليات به دغه ولايت کې بريالي شي.))

ده وويل تر هغه چې د دغه ولايت په رهبرۍ کې بدلون را نه شي، امنيتي حالات به نور هم ترينګلي شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شپږو مياشتو کې د هلمند والي، امنيه قوماندان، د قول اردو قوماندان د امنيت رييس او ځيني نور چارواکي له دندو ګوښه شوي او پر ځاې يې نور کسان ټاکل شوي دي.

د هلمند د ولايتي شورا د څرګندونو په غبرګون کې د دغه ولايت والي حيات الله حيات پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې شته خو د امنيت د ټينګښت لپاره اړين پلانونه جوړ کړي دي.

ده وويل چې حکومتي چارواکو د دغه ولايت د امنيت ټينګښت ته پاملرنه ډېره کړې او ډير ژر به يې په امنيتي حالاتو کې مثبت بدلون راشي.

هغه زياته کړه: ((د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي رامنځته کوم، نيمګړتياوې له منځه وړم او مطمين يم چې په دغه کار کې ولس هم راسره همکاري کوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.