د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل د پېښې له ټپيانو سره زرګونه سي سي وينه مرسته وشوه

د کابل د پېښې له ټپيانو سره زرګونه سي سي وينه مرسته وشوه

Apr 20, 2016 - 18:36

چاريکار- هرات- سرپل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٥): سلګونو حکومتي چارواکو او عامو خلکو په پروان، هرات او سرپل ولايتونو کې د کابل د پروني بريد ټپيانو ته څه باندې ٥٠ زره سي سي وينه ورکړه.

چارواکي وايي چې پرون د وسله والو مخالفينو له لوري په کابل ښار کې د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې پر رياست موټربم بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ٦٤ کسان ووژل شول او نږدې ٣٤٧ نور ټپيان دي.

د هغوى په وينا، د مرګ ژوبلې ډېرى قربانيان ملکي کسان دي.

نن د پروان ولايت مرکز چاريکارو کې د يادې پېښې د ټپيانو لپاره د وينې راغونډولو کمپاين پيل شو.

د پروان د عامې روغتيا رييس محمد قسيم سعيدى پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر نن غرمې پورې ٥٥ کسانو چې ډېرى يې د دغه ولايت مسوولين او کارکوونکي دي، ٣٠ زره سي سي وينه ورکړه.

نوموړي وويل چې دا کمپاين به تر دوو ورځو دوام ولري، په مرکز او ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه چمتو دي چې وينه راغونډه کړي.

د پروان والي محمد عاصم عاصم هم د هغو کسانو په ډله کې دى چې وينه يې ورکړې ده، د پرونۍ پېښې د قربانيانو کورنيو ته د خواخوږي څرګندولو تر څنګ وويل ، هغه او نورو ډېرو خلکو د غمرازۍ او همدردۍ  له مخې ټپيانو ته وينه ورکوي.

همداراز د پروان پوهنتون محصل محمدعباد نادري وويل چې د تېرې ورځې له ټپيانو سره د کومک لپاره يې ٥٠٠ سي سي وينه ورکړې ده.

نوموړي له نورو خلکو وغوښتل چې له ټپيانو سره د مرستې لپاره دې وينه ورکړي.

همداراز د هرات سيمه ييزو مسوولينو او ښاريانو د کابل د تېرې ورځې پېښې له ټپيانوسره د مرستې لپاره، د ويني راغونډولو کمپاين پيل کړ.

د هرات والي محمداصف رحيمي چې د وينې ورکولو په دغه کمپاين کې يې برخه اخيستې وه، وويل چې هرات ښاريان د کابل له خلکو سره د يووالي په دود، د ويني ورکولو کمپاين پيل کړى دى.

نوموړي چې د دولتي چارواکو، عالمانو او د ګذر وکيلانو په شتون کې خبرې کولې، دکابل پرونى بريد يې يو جنايت وباله، له عالمانو او مشرانو څخه يې وغوښتل څو له دولت سره همکار و اوسي او اجازه ور نه کړي چې تروريستان خپلو موخو ته ورسېږي.

هغه زياته کړه چې له دې ډول خلکو سره سوله نه کېږي او حکومت بايد خلکو ته چلوټنه ور نه کړي.

نوموړي د جوماتونو له خطيبانو څخه غوښتنه وکړه چې د جمعې ورځې په خطبو کې دې خلک د ترهګرو پر وړاندې يووالي ته راوبولي.

په ورته وخت کې د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي وويل چې په دغه کمپاين کې يو شمېر ښاريانو برخه اخيستې وه څو د کابل د پروني بريد ټپيانو ته وينه ورکړي.

شېرزي زياته کړه چې د هرات له ښاريانو ځخه ٢٠ زره سي سي وينه راغونډه شوې ده چې تر نن ماښام پورې به د الوتکې له لارې کابل کې د وينې بانک ته وسپارل شي او د هغوى له لوري به د ياد بريد اړمنو ټپيانو ته ورکړل شي.

په ورته وخت کې، د هرات ښار يو شمېر اوسېدونکو چې په دغه کمپاين کې يې وينه ورکړه، وايي چې هر افغان دې د پروني بريد د وژل شوو له کورنيو او ټپيانو سره غمرازي وکړي او ټپيانو ته دې وينه ورکړي.

د عزيزې محاکي په نوم يوې مدني فعالې چې په دغه کمپاين کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل: "ما هم د يوې مور په توګه خپله دنده وګڼله څو يو اندازه وينه د دې پېښې ټپيانو ته ورکړم."

له بل پلوه په سرپل ولايت کې هم لسګونو سيمه ييزو چارواکو او د امنيتي ځواکونو سرتېرو د کابل د تېرې ورځې د بريد ټپيانو ته وينه ورکړه.

د سرپل والي د يوې غونډې په ترڅ کې د کابل پرونى بريد پر کلکو ټکو وغانده او ټول يو ځاى د وينې بانک ته ولاړل او د دې پېښې له ټپيانو سره يې د وينې مرسته  وکړه.

د سرپل د عامې روغتيا مشر ډاکټر نورالحق محمد مراد جليس پژواک ته وويل چې نن سهار د ولايت  مشرتابه پلاوي په ګډون شاوخوا ٣٠٠ عالمان او ځوانان د وينې ورکولو لپاره دغه روغتون ته ورغلي وو چې دا لړۍ به څو ورځې دوام ومومي او مرسته شوې وينه به ډېر ژر کابل کې د وينې بانک ته ولېږدول شي.

د سرپل عامه نظم د شپږم کنډک سرتېرى نصيراحمد چې د وينې ورکولو لپاره روغتون ته ورغلى و، طالبان يې جنايتکاران او د خلکو دښمنان وبلل او ويې ويل:" موږ خپله وينه له خلکو ځخه د دفاع لپاره په سنګر کې هم تويوو او د جګړه ييزو پېښو ټپيانو ته به هم وينه ورکوو."

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan