کندوزښار (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٥): د کندوز ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په کلا زال ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ سخته نښته دوام لري او د دې ولسوالۍ بازار طالبانو نيولى دى.
د کلا زال ولسوال سمونوال صفي الله د دې پخلى وکړ چې د ولسوالى بازار وسله والو طالبانو نيولى دى.
هغه زياته کړه چې اوسمهال د کلا زال ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو سخته نښته روانه ده.
د کلا زال ولسوال محبوب الله سعيدي وويل چې پر دې ولسوالۍ نږدې ٢٠٠ وسله والو مخالفينو بريد کړى او د ولسوالۍ يوه برخه يې نيولې ده.
د کندوز امنيه قوماندان جنرال محمد قسيم جنګل باغ وويل چې وسله والو مخالفينو نن سهار پر دشت ارچي ولسوالۍ بريد کړى دى.
هغه زياته کړه چې د دشت ارچي ولسوالۍ په نښته کې وسله والو مخالفينو ماتې خوړلې چې په پايله کې يې ١٠ کسه وژل شوي او ١٥ نور ژوبل شوي دي، دشت ارچي ولسوالۍ لا هم د امنيتي ځواکونو په لاس کې ده.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يې په دشت ارچي، خان اباد، چهادرې او امام صاحب ولسواليو کې د تندر١ په نوم چاڼيزو عملياتو کې ٢١ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢٥ نور ژوبل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن