ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني او فارياب کې ۱۱ وسله وال او دوه پاڅون کوونکي وژل شوي

غزني او فارياب کې ۱۱ وسله وال او دوه پاڅون کوونکي وژل شوي

author avatar
21 Apr 2016 - 17:16
غزني او فارياب کې ۱۱ وسله وال او دوه پاڅون کوونکي وژل شوي
author avatar
21 Apr 2016 - 17:16

غزني- ميمنه (پژواک، ۲ غويى ۹۵): د غزني او فارياب چارواکي وايي، د نا امنيو په بېلابېلو پېښو کې ١١ طالبان او دوه ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخېل پژواک خبري اژانسته وويل، نن د ګيرو ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسله والو طالبانو غوښتل چې په يو سراچه موټر کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي چې چاودېدونکو توکو يې چاودنه کړې ده.

ده زياته کړه، په دې چاودنه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، دغو وسله والو طالبانو غوښتل دغه موټر ښار ته راولي او په ښار کې ورته چاودنه ورکړي، خو مخکې له دې چې ښار ته راشي، په خپله يې چاودنه کړې ده.

د سيمې يو اوسېدونکی کليم الله وايي، چاودنه شوې خو معلومات نه لري چې څو تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دى زياتوي، د ګيرو ولسوالۍ په زيات شمېر سيمو کې وسله وال طالبان دي او کله کله نښتې هم په کې رامنځته کېږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په ګيرو ولسوالۍ کې د راکټ يوه مرمۍ چاودلې، چې په پايله کې يې يو تن طالب وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د يو بل خبر له مخې، د فارياب په ګرزيوان ولسوالۍ کې د ولسي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې يو ولسي پاڅونوال او څلور طالبان وژل شوي دي.

د فارياب د پوليسو وياند دوهم څارن محمد کريم يورش پژواک ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه شوې او له يادې مرګ ژوبلې سربېره دوه طالبان هم په کې ټپيان شوي دي.

له بلې خوا د فارياب د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي هم وايي، طالبانو تېره ورځ د مازديګر په پنځو بجو د دې ولسوالۍ د صحراي قلعه سيمې پر امنيتي پوستو بريد وکړ.

ده زياته کړه، دې نښتې دوه نيم ساعته دوام وکړ چې په پايله کې يې يو ولسي پاڅونوال او درې طالبان ووژل شول.

وسله والو طالبانو د د دې پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.