جلال اباد (پژواک، ٢ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون ٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د غني خېلو ولسوالۍ په ٢٧مه وياله سيمه کې هوايي بريد شوى دی.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د ساد په نوم د يوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
خوږياڼي وويل چې په دغه هوايي بريد کې ملکي وګړو او امنيتي منسوبينو ته کوم زيان نه دی اوښتی .
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ځايي چارواکو نن سهار په اچين ولسوالۍ کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د څلورو داعش وسله والو د وژلو خبر هم ورکړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن