ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالانو مدرسو کې بنسټ پالنې ته د مساعدې زمينې په اړه اندېښنه څرګنده کړه

مدني فعالانو مدرسو کې بنسټ پالنې ته د مساعدې زمينې په اړه اندېښنه څرګنده کړه

author avatar
21 Apr 2016 - 17:45
مدني فعالانو مدرسو کې بنسټ پالنې ته د مساعدې زمينې په اړه اندېښنه څرګنده کړه
author avatar
21 Apr 2016 - 17:45

 کابل(پژواک، ٢ غويى ٩٥): د افغانستان د ځوانانو مدني او کلتوري ټولنې په هېواد کې د دينې مدرسو د ادارې څرنګوالي ته د حکومت په نه پاملرنه د اندېښنې پرڅرګندولو سره وايي چې يو شمېر مدرسې د مذهبي بنسټ پالنې په مناسب بستر بدلې شوې دي.

د ښځو د همغږۍ شبکې مشرې او د يادې شوې ټولنې غړې حمیرا ثاقب نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، کلونه کېږي چې دهېواد  ګڼ شمېر ځوانان په ځانګړي ډول د ديني مدرسو فارغان د طالبانو د ايډيولوژۍ د افکارو ښکار دي.

 دا ناسته چې تر((له تاوتريخوالي ډکې بنسټ پالنې او ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ځوانانو رول)) نامه لاندې جوړه شوې وه، د ديني برخې يوشمېر څېړونکو او مدني فعالانو هم په کې ګډون کړى و.

مېرمن ثاقب ددې وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو وويل:((روڼ اندي، د مدني ټولنې غړي او د بشري حقونو مدافعين بايد د هغو کسانو د ژغورنې لپاره پول شي چې د مذهبي بنسټ پالنې ښکار کېږي او بهرنيو لاسونو(پاکستان) ته لوېږي.))

 نوموړې له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چې په يوه غږ له دولت څخه وغواړي چې د بنسټ پالنې پر وړاندې مبارزه وکړي. دغه مدني فعال په ورته وخت کې د هېواد له ليکوالو او څېړونکو هم غوښتنه وکړه چې ددې ښکارندې د رېښې پرې کولو لپاره پوهاوى وکړي.

د افغانستان د ځوانانو د مدني او کلتوري ټولنې غړي محمد محق وويل:((د ځوان ځواک لرل هم فرصت دى هم ننګونه؛ کله چې ځوانان د ځوانۍ عمر ته سرېږي، غواړي چې شخصيت پيدا کړي او په خپله ټولنه کې نقش ولري.))

نوموړي دې موضوع ته په اشارې سره وويل چې پوهنتونونو او لرې پرتو سيمو کې ځوانان د روحي او رواني حالاتو پر بنسټ د بنسټ پالنې تر اغېز لاندې راځي.

محق زياته کړه:((هر وخت چې کورنۍ خپل ځوانان په خپله ګرمه او مينه ناکه غېږ کې وپالي، هغوى ته د تحصيل غوره زمينه مساعده کړي او له تاوتريخوالي يې لرې وساتي، نو ځوانان به هېڅکله هم بنسټ پالنې ته مخه نه کړي.))

ددې بنسټ يوه بل غړي عبدالصمد حکيمي وويل چې مذهبي بنسټ پالنه د انسان پر ټولنيز ژوند ډېرې ناوړه اغېزې لري.

 هغه وويل:((بنسټ پاله باورونه انسان ځپوونکي باورونه دي، عدالت، سوله، د انسان حقونه او ازادي محدودوي.))

د حکيمي په خبره، دا ښکارنده د انسانانو د سياسي، ټولنيزې او کلتوري ودې زمينې له منځه وړي، ځکه خو بايد دې برخې ته د ځوانانو د ميلان د مخنيوي لپاره ښوونې او روزنې ته وده ورکړل شي او د ځوانانو د سواد کچه لوړه شي.

د ناستې په پاى کې يو پرېکړه ليک هم صادر شو چې په کې له افغان حکومت څخه غوښتل شوي، څو د مدني ټولنو او رسنيو سره په ګډه د تاوتريخوالي نه ډکې بنسټ پالنې او ترهګريزو اعمالو دغندنې په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.