ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان: د ستايش قاتل دې اعدام شي

مدني فعالان: د ستايش قاتل دې اعدام شي

author avatar
21 Apr 2016 - 13:58
مدني فعالان: د ستايش قاتل دې اعدام شي
author avatar
21 Apr 2016 - 13:58

کابل (پژواک، ۲ غويی ٩٥): په کابل کې يو شمېر مدني فعالانو په ايران کې د شپږ کلنې افغان کډوالې ستايش قريشي وژنه وغندله او د هغې قاتل ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، ستايش قريشي د روان کال د وري په ٢٢مه د ايران په پلازمېنې تهران کې له خپل کور څخه وتلې او ورکه شوې وه او يوه ورځ وروسته يې مړى وموندل شو.

د ستايش پلار شېراقا قريشي ويلي چې لور يې د يو ايراني له خوا تښتول شوې او وژل شوې ده.

ياد ايرانى پوليسو نيولى دى.

نن په کابل کې شاوخوا شلو تنو مدني فعالانو د يو مدني حرکت په ترڅ کې د ستايش قريشي وژنه پر کلکو ټکو وغندله او وژونکي ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

له يادو کسانو څخه سمېع دره يي وويل چې ستايش قريشي پر هغې تر جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.

دى وايي: "افغان کډوال په ايران کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، هلته افغانان د زده کړو، تفريح او ژوند نور اسانتياوو ته لاسرسی نه لري. له بده مرغه چې له يادو کډوالو سره ډېر ظلم او زياتی کېږي چې يوه بېلګه يې د ستايش وژنه ده."

د ننني مدني حرکت يوې ګډونوالې روشن محسني وويل: "افغانان په ايران کې ډېر توهين او تحقير کيږي، بد الفاظ ورته کارول کيږي او ان چې پر معصومو افغانو نجونو جنسي تيري کوي او وژني يې."

هغې له افغان دولت څخه غوښتنه وکړه، څو په هر ځاى کې د افغانانو له حقونو دفاع وکړي.

يادو مدني فعالانو يو پرېکړه ليک هم صادرولو کړ او په کابل کې يې د ايران او د ملګرو ملتونو دفتر يې وسپاره.

په پرېکړليک راغلي چې د ايران حکومت بايد د نړيوالو تعهداتو او اسلامي او بشري قوانينو په رڼا کې د د ستايش قضيه وڅېړي او قاتل مجازات کړي.

سرچينه ليکي، ايراني رسنيو قاتل ۱۷ کلن ښودلی خو د هغه تصويرونه ښيي چې د ياد کس عمر تر ۲۰ کلونو ډېر دی او د ايران حکومت بايد په دې برخه عدالت تر پښو لاندې نه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.