ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: افغان دولت به له دې وروسته جګړې ته په جګړې ځواب ورکړي

چارواکي: افغان دولت به له دې وروسته جګړې ته په جګړې ځواب ورکړي

author avatar
21 Apr 2016 - 17:36
چارواکي: افغان دولت به له دې وروسته جګړې ته په جګړې ځواب ورکړي
author avatar
21 Apr 2016 - 17:36

 کابل (پژواک،٢ غويى ٩٥ ): چارواکي وايي چې افغان دولت به له دې وروسته جګړې ته په جګړې ځواب ورکوي او د جګړې په ډګر کې به پر وسله والو مخالفينو زړه سوى نه کوي، ځکه طالبانو د سولې لار پرېښې او جګړه يې غوره کړې ده.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ نن  د جمهوري رياست، اجرايي رياست او سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له ويندويانو سره د يوې ګډې خبري ناستې په جريان کې کابل کې وويل چې افغان دولت تمه درلوده څو له وسله والو مخالفينو سره د سولې او مذاکراتو له لارې يوې پايلې ته ورسېږي، خو دې انتظار ته مثبت ځواب ور نه کړل شو.

غورځنګ زياته کړه :" موږ مخکې له ځينو مسايلو او اړينو مواردو څخه دا نتيجه واخيسته چې د سولې او خبرو له لارې جګړې ته پاى ورکړو او دښمن سره يوې پايلې ته ورسېږو، خو لا هم ليدل کېږي چې دښمن د خلکو او افغان دولت د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب نه ورکوي، نوځکه له دې وروسته موږ هم له خلکو او افغانستان څخه د دفاع لپاره ورته هڅو ته دوام ورکوو او له خلکو او هېواد څخه ددفاع په خاطر له ټولو شته امکاناتو څخه استفاده کوو."

نوموړى وايي چې د هېواد ولسمشر ټولو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې ده چې د جګړې په ميدان کې دې پر "ترهګرو " زړه سوى نه کوي.

 د هغه په وينا، اوسمهال د امنيتي ځواکونو له لوري د وسله والو مخالفينو پر وړاندې  د شفق په نوم ١٥ عملياتپه بېلابېلو ولايتونو کې ادامه لري او امنيتي ځواکونه په دې عملياتو کې بريالي دي.

د حکومت اجرايي رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل وويل چې افغان دولت له دې وروسته جګړې ته په جګړې ځواب ورکوي.

نوموړي وويل :" طالبانو او نورو ترهګرو ډلو زموږ د سولې پيغامونو ته په جګړې ځواب ورکړى دى، نو موږ هم چمتو يوو چې په جګړه يې ځواب ورکړو، امنيتي ځواکونو ته دستور ورکول شوى دى چې د هېواد په هر ګوټ  کې  په  شته امکاناتو سره تروريستي ډلې وځپي."

جاوېد فيصل، له نظام څخه بهر هم پر ځينو سياستوالو نيوکه وکړه.

د هغه په وينا، سياسيون بايد نه يواځې د دولت پر کړنو نيوکې وکړي، بلکې هغوى هم بايد ملي ګټو ته  په پام سره د تروريستي ډلو پر وړاندې غږ پورته کړي.

د نوموړي په وينا، د دولت وسله وال مخالفين د نورو د ګټو لپاره کار کوي.

نوموړي زياته کړه :" موږ دې نتيجې ته رسېدلي يوو څو چې د تروريستانو د تمويل ، سنبالښت او روزنې مرکزونه و نه تړل شي او د سيمې په کچه له دې پديدې سره مبارزه ونه شي او پاکستان پر خپلو ژمنو وفا و نه کړي وضعيت به همدا ډول دوام ومومي."

 د سيمه ييزو ارګانونو ادارې وياندې منيژې يوسف زاده وويل چې ولسمشر د ويډيوکنفرانس  له لارې ټولو واليانو او سيمه ييزو مسوولينو ته لارښوونه کړې ده چې خلک له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره منظم کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.