ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : وسله والو هڅه کوله چې د کندوز نيولو سره منځنۍ اسيا ته ننوځي

چارواکي : وسله والو هڅه کوله چې د کندوز نيولو سره منځنۍ اسيا ته ننوځي

author avatar
21 Apr 2016 - 18:26
چارواکي : وسله والو هڅه کوله چې د کندوز نيولو سره منځنۍ اسيا ته ننوځي
author avatar
21 Apr 2016 - 18:26

کندوزښار (پژواک،٢ غويى ٩٥): د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو مسوولين چې کندوز ته تللي وايي وسله والو مخالفينو غوښتل چې کندوز ولايت ونيسي او د ګاونډيو ولايتونو په ناامنه کولو سره منځنۍ اسيا ته دننه شي.

د ملي دفاع سرپرست وزير معصوم ستانکزى وايي چې کندوز د منځنۍ اسيا درواز ده او وسله والو مخالفينو ددې ولايت د سقوط لپاره وروستۍ هڅې وکړي خو بريالي نه شول.

نوموړي زياته کړه :" د کندوز ولايت په سقوط سره وسله والو مخالفينو غوښتل چې منځنۍ اسيا ته لار ومومي ، خو د امنيتي ځواکونو د پام وړ سرښندنې په ترڅ کې  د هغوى ټول پلانونه له ماتې سره مخ شول."

ستانکزى د افغانستان جګړه سيمه ييزه بولي او وايي چې وسله وال مخالفين هڅه کوي د افغانستان په ناامنه کولو سره نور هېوادونه له ګواښ سره مخ کړي.

خو د ملي دفاع سرپرست وزير خلکو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د کندوز  له   لويې لارې او ناامنو سيمو څخه د وسله والو مخالفينو د پاکولو لپاره پراخ عمليات ترسره شي.

د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد د وسله والو مخالفينو  له لوري د عمري په نوم اعلان شوي عمليات ناکام وبلل او وايي چې کندوز د وسله والو مخالفينو لپاره يو ستراتيژيک او مهم ولايت دى او د سقوط لپاره يې ډېرې هڅې وشوې.

هغه وويل :" وسله والو مخالفينو غوښتل چې د کندوز  په سقوط سره ګاونډي ولايتونه ناامنه کړي او ګاونډيو ولايتونو ته لار ومومي خو امنيتي ځواکونو وسله والو مخالفينو ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ."

د کورنيو چارو وزير وويل چې د کندوز  امنيتي ځواکونو په واک کې ښه امکانات او تجهيزات شتون لري او طالبان نور ان د يو ښار د سقوط توان هم نه لري.

د کندوز والي اسدالله عمرخېل د کندوز په جګړه کې د امنيتي ځواکونو له سرښندنې څخه مننه وکړه او له امنيتي ځواکونو څخه يې غوښتنه وکړه چې له وسله والو مخالفينو څخه ددې ولايت د پاکولو په خاطر تازه دمي ځواکونه ورولېږي او پراخ عمليات دې تر سره کړي.

نوموړي زياته کړه چې ناامنه سيمې بايد ډېر ژر تصفيه شي څو بې ځايه شوي کسان چې له زياتو ستونزو سره مخ دي بېرته خپلو کورونو ته ور ستانه شي.

خو د کندوز د ولايتي شورا غړى مولوي خوش محمد نصرت د سختې نيوکې ترڅنګ وويل چې بايد له خلکو سره د درواغو ژمنې و نه شي او بايد د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره جدي ګامونه واخيستل شي ځکه چې درې زره کورنۍ بې ځايه شوې دي او بد وضعيت کې دي که هغوى ته لاسرسى و نه شي زيات کسان به تلف شي.

هغه زياته کړه چې د عمري په نوم د طالبانو عمليات بريالي وو او  ډېرې لاسته راوړنې يې هم درلودې ، اوسمهال وسله وال مخالفين د امنيتي ځواکونو له تجهيزاتو څخه چې د کندوز سقوط پرمهال يې ترلاسه کړي دي د حکومت پرضد استفاده کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.