جلال اباد (پژواک، ٣ غويى ٩٥): د ننګرهار چارواکي وايي، نن سهار د دې ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې پر يوې پوستې د وسله والو طالبانو په بريد کې نهو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت يوې حکومتي سرچينې، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار درې بجې وسله والو طالبانو د خوږياڼو د وزيرو سيمې د پېښوري ملا پر پوستې بريد کړى دى.
سرچينې زياته کړه، په دې پېښه کې ٥ سيمه ييز پوليس وژل شوي، ٤ ټپيان دي او پنځه تنه نور نادرکه دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى دا پېښه تاييدوي، خو د څرنګوالي په اړه يې څه ونه ويل.
د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله بارکزي، پژواک ته وويل چې نن سهار پر يادې پوستې له څو خواوو څخه بريدونه شوي، چې جګړې څو ساعته دوام وکړ.
د ده په خبره، ويل کېږي چې په دې پوسته کې ١٥ تنه وو او ټول وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن