کابل (پژواک، ۳ غویی ۹۵): د انجنیر حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي دویم مهم پلاوی د سولې د وروستیو او پرېکنده خبرو اترو لپاره کابل ته راځي.
د حزب اسلامي یوې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د غویي په ۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د حزب دا درې کسیز پلاوی به د شنبې په ورځ ( د غویي په ۴مه) کابل ته راورسیږي.
سرچینې زیاته کړه، چې د دې پلاوي مشري د حزب اسلامي ددفترونو رييس دوکتور قاضي محمد حکیم حکيم کوي او ورسره په پلاوي کې د حزب اسلامي د سياسي چارو مسوول ډاکتر غيرت بهير او استاد علي انصاري شامل دي.
د حزب دغې سرچینې وویل، چې پلاوی د ولسمشر اشرف غني په بلنه کابل ته سفر کوي او د ولسمشر ترڅنګ به د حکومت د اجرایي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او د سولې شورا له مشرانو سره ګوري.
د یادونې وړ ده چې د انجنير محمد امین کریم په مشرۍ د حزب اسلامي یو پلاوی له تېرو څو اوونیو راهیسې په کابل کې دی او د سولې له شورا سره یې د سولې په اړه څو دورې خبرې کړې دي.
د حزب اسلامي یادې سرچینې د سولې شورا تراوسه ترسره شوې خبرې اترې ګټورې او بریالۍ وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې یوې ښې پایلې ته به ورسیږي.
د حزب اسلامي د دویم پلاوي د راتګ په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې یادې سرچینې وویل، چې په دې پړاو خبرو کې به پر اساسي او محوروي موضوعاتو خبرې وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن