ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پل علم لپاره د طالبانو پوځي مسوول ووژل شو”

“د پل علم لپاره د طالبانو پوځي مسوول ووژل شو”

author avatar
22 Apr 2016 - 15:32
“د پل علم لپاره د طالبانو پوځي مسوول ووژل شو”
author avatar
22 Apr 2016 - 15:32

پل علم (پژواک، ٣ غويى ٩٥): د لوګر چارواکي وايي، د دې ولايت د مرکز پل علم لپاره يې د طالبانو پوځي مسوول وژلى او د هغه دوه ملګري يې نيولي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د ملي امنيت ځواکونو د پل علم په باري دښت کې د پل علم لپاره د طالبانو پوځي مسوول هغه مهال وواژه، کله چې نوموړى له خپلو ملګرو سره د ماينونو په خښولو بوخت و.

ده زياته کړه، ياد شوى تن ملا رحيم نومېږي، چې په دې عملياتو کې ووژل شو او دوه نور ملګري يې نيول شوي، چې له هغوى څخه پوښتنې روانې دي.

د هغه په وينا، له يادو کسانو يو موټرسايکل، دوه ماينونه او ځينې په طالبانو پورې اړوند اسناد هم نيول شوي دي.

هغه وايي، ملا رحيم سږکال د پل علم لپاره د طالبانو پوځي مسوول ټاکل شوى و.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

لس ورځې وړاندې هم، د ملي امنيت له خوا د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ګردېز لپاره د طالبانو مسوول نيول شوى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.