ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: پاکستان دې د حقاني شبکه نوره نه زغمي

امريکا: پاکستان دې د حقاني شبکه نوره نه زغمي

author avatar
23 Apr 2016 - 11:58
امريکا: پاکستان دې د حقاني شبکه نوره نه زغمي
author avatar
23 Apr 2016 - 11:58

واشنګټن (پژواک، ٤ غويى ٩٥): امريکا يو ځل بيا د پاکستان په خاوره کې د حقاني او نورو ترهګرو ډلو پر فعاليتونو اندېښنه ښودلې او له دغه هېواده يې غوښتي چې نور دې د حقاني شبکه نه تحمل کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ايليزابټ ټروډيو په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي چې د کابل تر وروستي خونړي بريد وروسته يې يو ځل بيا يې د حقاني او نورو ترهګرو ډلو د فعاليتونو موضوع يې له پاکستاني چارواکو سره شريکه کړې ده.

هغې زياته کړه: ((موږ په لوړه کچه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې، چې دوى اوس هم افغان طالبان او په ځانګړې توګه حقاني ډله چې د دغه هېواد په خاوره کې فعاليت کوي، زغمي.))

سرچينه وايي، پر پاکستان يې ټينګار کړى چې پر خپلو هغو ژمنو ودرېږي چې د ترهګرو ډلو تر منځ به توپير نه کوي او د ټولو ډلو پر ضد به اقدامات کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي چې پاکستان ورسره يو ځل بيا ژمنه کړې چې له کوم توپير پرته  به د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات کوي.

د نوموړي په وينا، امريکا په دوامداره توګه له پاکستانه غوښتي چې پر خپلو دغو ژمنو عمل وکړي.

مېرمن ايليزابټ دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د افغانستان حکومت د کابل د وروستي بريد پړه پر حقاني ډلې اچولې ده.

د ولسمشر مرستيال و ياند دواخان مينه پال ويلي چې د حقاني ډله هېڅکله دا ډول بريدونه د پاکستان له مرستې او همکارۍ پرته نه شي کولى او دغه کار له تېرو ١٤ کلونو راهيسې دوام لري. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.