ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پوهنتون يو استاد ونيول شو

د کابل پوهنتون يو استاد ونيول شو

author avatar
23 Apr 2016 - 17:08
د کابل پوهنتون يو استاد ونيول شو
author avatar
23 Apr 2016 - 17:08

 کابل (پژواک،٤ غويى ٩٥): د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد معروف راسخ، د ملي امنيت  له لوري نيول شوى دى.

د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين د مولوي معروف راسخ نيول تاييد کړل او ويې ويل چې د ملي امنيت رياست  تراوسه د پوهنتون ياد استاد د نيولو څرنګوالي په اړه لوړو زده کړو وزارت ته معلومات نه دي ورکړي.

نوموړي ددې مطلب په څرګندولو سره چې معروف راسخ کابل پوهنتون کې نه دى نيول شوى او له بل لوري د لوړو زده کړو وزارت هم خبر نه لري چې دا استاد په کوم تور نيول شوى دى؛ هغه زياته کړه چې د نوموړي د نيولو په اړه څېړنه پيل شوې دي.

د ملي امنيت لوى رياست تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 خو ويل کېږي چې مولوي معروف راسخ، له ترهګرو سره د اړيکو په تور نيول شوى دى.

د کابل پوهنتون يوه محصل چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ادعا يې وکړه چې د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد معروف راسخ په مستقيمه او غيرمستقيمه توګه پوهنتون کې  د ترهګرۍ دودولو ته لمن وهله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.