ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د یوه ښوونځي زده کوونکې سمي توکو پر جلدي خارښت اخته کړې

فراه کې د یوه ښوونځي زده کوونکې سمي توکو پر جلدي خارښت اخته کړې

author avatar
23 Apr 2016 - 14:54
فراه کې د یوه ښوونځي زده کوونکې سمي توکو پر جلدي خارښت اخته کړې
author avatar
23 Apr 2016 - 14:54

فراه (پژواک، ٤ غويى ٩٥): په فراه ولايت کې د نجونو د يوې لېسې شاوخوا سل زده کوونکې د ښوونځي په انګړ کې د زهري توکو د شيندلو په سبب د جلد په خارښت مبتلا شوې دي.

د فراه د پوهنې رياست سرپرست غلام سرور پژواک ته وويل چې دا پېښه نن سهار د فراه د مرکز د چهارباغ سيمې د نجونو په لېسه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې دا پېښه د ښوونځي په انګړ کې د زهري توکو د شيندلو په سبب رامنځته شوې او د دې لېسې ١٠٦ زده کوونکې يې په جلدي خارښت مبتلا کړې دي.

د فراه د پوهنې رياست وايي چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

بلخوا د فراه د عامې روغتيا مشر عبدالجبار شايق پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لېسې څه باندې سل زده کوونکې نجونې چې په ښوونځي کې د زهري توکي د شيندلو په سبب د جلد په خارښت مبتلا شوې وې، روغتون ته استول شوې دي.

شايق زياته کړه، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د ښوونځي په انګړ ګاز کارول شوى او د دې نجونو لپاره يې جلدي ستونزه يانې د جلد خارښت پيدا کړى دى.

نوموړي وويل چې مسموم شوي زده کوونکې تر درملنې لاندې دي، د ډېرى هغو روغتيايي وضعيت تر کنټرول لاندې راغلى، خو د دوو نجونو روغتيايي وضعيت ښه نه دى.

د چهار باغ لېسې د څلورم ټولګي زده کوونکې ثريا پژواک ته وويل: ((نن سهار په خپلو ټولګيو کې ناست وو چې له بهره مو غامغال واورېد چې نجونې مسموم شوې، کله چې راووتو ګڼ شمېر نجونو د وجود له خارښت نه شکايت درلود، ما هم په خپلو لاس او پښو سون حس کړ او له لسو نورو کسانو سره روغتون ته ولېږدول شوم.))

دغه زده کوونکې چې روغتيايي وضعيت يې ښه دى، وويل چې لومړى دا ستونزه په دوو ټولګيو کې پيدا شوه او وروسته د ښوونځي زياته برخه زده کوونکې پرې اخته شوې.

په ورته وخت کې د فراه حوزوي روغتون موظفينو پژواک ته وويل، دوه ډاکټران چې د دې زده کوونکو پر درملنه بوخت وو، د پوست په خارښت مبتلا شوي او تر درملنه لاندې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.