پل علم (پژواک، ٤ غويى ٩٥): په لوګر ولايت کې يوه مېرمنه په مرموز ډول د چړو پر ګوزارونو وژل شوې ده.
د دغه ولايت د والي وياند سليم صالح د غويي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ د سرخاب سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې سيمې يوه ۳۸ کلنه ښځه په مرموز ډول د چړو پر ګوزارونو په داسې حال کې وژل شوې چې خاوند يې په کور کې نه و.
صالح وويل چې پوليس سيمې ته رسېدلي او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د توکل خان په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي وويل، چې له وژل شوې مېرمنې سره د هغې د لېوره کونډه هم اوسېده او تر پېښې وروسته هغه تښتېدلې ده.
دى وايي چې کېداى شي د لېوره کونډه يې په دې پېښه کې لاس درلود او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
نوموړي وويل چې دا ښځه څو کاله مخکې واده شوې وه، ماشومان هم لري او خاوند يې نن سهار تر پېښې وروسته کور ته راغلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن