ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جاهد: د کورنيو چارو وزارت  زيات منسوبين د اړيکو پر بنسټ ټاکل شوي

جاهد: د کورنيو چارو وزارت زيات منسوبين د اړيکو پر بنسټ ټاکل شوي

author avatar
24 Apr 2016 - 16:53
جاهد: د کورنيو چارو وزارت  زيات منسوبين د اړيکو پر بنسټ ټاکل شوي
author avatar
24 Apr 2016 - 16:53

 کابل(پژواک، ٥ غويى ٩٥): د کورنيو چارو وزير وايي چې د تبديليو او مقرريو په چاره کې د سياسي مشرانو لاسوهنه د پوليسو د ناکامۍ لامل شوې او که چېرته يې سياستوال د ارادې مخنيوى ونه کړي، تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې به کارنده امنيت او پوليس رامنځته کړي او د فساد رېښې به وباسي.

 د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد، د ملي امنيت عمومي رياست سرپرست مسعود اندرابي او د کابل ١٠١ اسمايي زون  قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمان رحيمي نن د هېواد امنيتي وضعيت او د کابل ښار د وروستي بريد په اړه د  معلوماتو وړاندې کولو په موخه د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته غوښتل شوي وو.

طالب ځانمرګو بريدګرو پنځه ورځې وړاندې د کابل ښار لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د پل محمودخان سيمه کې د مهمو کسانو د ساتنې پر رياست بريد وکړ.

 د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٦٤کسان وژل شوي او ٣٤٧ نور ژوبل شوي چې ډېرى  يې عام وګړي دي.

د کورنيو چارو وزير  وويل چې مخالفين خپلو هغو موخو ته چې په روان پسرلي کې يې د عمري عملياتو تر چتر لاندې ټاکلي وو، ونه شواى رسېدلى او د درنې مرګ ژوبلې په ورکولو له ماتې سره مخامخ شول.

د هېواد دغه لوړ پوړي امنيتي چارواکي زياته کړه چې اوسمهال په لسو ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو او امنيتي پراختيا په موخه د امنيتي  او دفاعي ځواکونو عمليات دوام لري.

 هغه وويل، د دښمن ګواښونو او پروګرامونو ته په پام سره امنيتي ځواکونو مخنيونکي امنيتي تدابير نيولي او لومړيتوب يې دادى چې په ټول افغانستان کې د امنيت  سربېره، د اوسني وضعيت او د امنيتي ځواکونو د شته ظرفيتونو جوړونې ساتنه وکړي.

جاهد د فساد او اړيکو پر بنسټ د اشخاصو د ګومارنې په اړه وويل:((منم چې د غير قانوني پيسو اخيستل حتى په کابل کې شتون لري، د پوليسو مقررۍ د سياسي مشرانو لخوا کېږي، قوماندانان موږ ته ځواب نه وايي، د پوليسو د ناکام لامل همدا لاسوهنې دي، که چېرته سياستوال زما د ارادې مخنيوى ونه کړي، تر شپږو راتلونکو مياشتو پورې به امنيت او کارنده پوليس رامنځته کړم.))

 د کورنيو چارو وزير ددې پخلى وکړ چې کڼ شمېر کسان په پوليسو کې ټاکل شوي، وړتيا يې په پام کې نه ده نيول شوې او د اړيکو پر بنسټ ټاکل شوي دي.

هغه زياته کړه:((کله چې يو قوماندان يا امر د معاونيت او يا مشرانو په مرسته وټاکل شي، د خپل امر په پرتله هغه کس ته  ژمن وي چې معرفي کړي يې دي، نه خپل امر ته.))

د کورنيو چارو وزير زياته کړه:((که چانس ياري وکړه او موقع مې تر لاسه کړه، ژمنه کوم چې امنيت به راولم، د فساد ريښې به وباسم او په ملي پوليسو کې به بنسټيز اصلاحات رامنځته کوم، خو پر دې سربېره هم موږ نه شو کولى چې د خپلو مشرانو د تصاميمو پر وړاندې ممانعت وکړو، خو په پوليسو کې د سمون اراده لرم او څه مې چې په توان کې وي، وبه يې نه سپموم.))

 جاهد وويل چې په تېرو څو ورځو کې د امنيه قوماندانۍ ترکچې پورې په فساد کې د ښکېلتيا له امله څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به د وړتيا له مخې مقررۍ وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.