مزارشريف (پژواک، ۵ غويی ۹۵): د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو او د کرنيزو چارو مسوولين وايي، د کورنيو کرنيزو توليداتو د پراختيا لپاره د کورني بازار موندنه اړينه ده چې بايد مرکزي دولت ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د غويي په ۵مه د سوداګريزو خونو او د کرنې رياست په همغږۍ د کرنيزو توليداتو د پراختيا په اړه غونډه وشوه.
د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو اجرايوي مدير نصيراحمد قاسمي د يادې ناستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د شمال زون وروستيو نا امنيو د حيرتان بندر په سوداګريزو چارو منفي اغېز کړی دی.
نوموړي زياته کړه، له بندر څخه د شمال او شمال ختيځ زون کورني توليدات بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي چې په ځينو ولسواليو کې د شته ناامنيو له امله په صادراتي چارو کې ځنډ او خنډ رامنځ ته کېږي.
هغه همداراز په عمومي توګه د شمال زون ناامني د مزارشريف ښار او حيرتان بندر پر پانګونې هم اغېزمنه وبلله.
قاسمي د همدغه حالت د نسبي ښه والي لپاره په مزارشريف ښار کې د شمال او شمال ختيځ زونونو په کچه د کرنيزو کورنيو توليداتو د نندارتون له چمتووالي خبر ورکړ.
نوموړي زياته کړه، د دوی او د کرنې رياست نننۍ ناسته د ياد نندارتون د جوړېدو د چارو يوه برخه وه.
د هغه په وينا، کورنيو توليداتو ته په خپله سيمه کې د بازار پيدا کېدو هڅې کوي چې له لارې يې کيفيت لرونکي توليدات پيدا او کورني بازار ته په مناسبه بيه وړاندې کړای شي.
د بلخ د کرنې رييس کاتب شمس پژواک ته وويل، په شمال زون کې غنم ، پنبه، هيندواڼې او خټکي کرل کيږي چې ښه حاصل هم ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن