ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د غزني په شفق عملیاتو کې ۸۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي: د غزني په شفق عملیاتو کې ۸۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
24 Apr 2016 - 15:54
چارواکي: د غزني په شفق عملیاتو کې ۸۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
24 Apr 2016 - 15:54

غزني ښار (پژواک، ۵ غويی ۹۵): د غزني چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د شفق په نوم عملياتو کې تر اوسه ٨٠ وسله طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني والي محمد امان حميم د غويي په ٥مه خبريالانو ته وويل چې د هېواد دښمنان پر هېچا رحم نه کوي او د امنيتي ځواکونو تر څنګ د غزني ټول ولس د وسله والو  مخالفينو پر وړاندې درېدلي دي.

هغه زياته کړه چې وسله وال طالبان د مخامخ جګړې توان نه لري، خو هغه مهال د خلکو په منځ کې تبليغ کوي چې ځينې وړې سيمې ونيسي.

وايي وايي: ((زه د غزني خلکو ته ډاډ ورکوم چې په غزني کې تر څو چې يو امنيتي سرتېری ژوندی وي، نو د ټولو خلکو ساتنه به کوي.))

د نوموړي په وينا، په غزني کې د شفق په نوم پيل شوي عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسېدل او په دې ترڅ کې تر اوسه ٨٠ وسله والو مخالفينو مرګ ژوبله اوښتې چې په وژل شوو کې يې ١٢ مهم قوماندانان هم شامل دي.

دى وايي چې په دغو عملياتو کې ۸ امنيتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخېل وويل چې د غزني ښار او ولسواليو زيات شمېر سيمې يې له وسله والو طالبانو څخه نيولې دي.

د هغه په وينا، د شفق عملياتو پر مهال وسله والو طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې او په غزني کې يې ماتې خوړلې ده.

امرخېل وويل چې د غزني اوسېدونکي بايد له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي، تر څو د غزني امنيت له دې هم ښه شي.

د غزني د ولايتي شورا غړی حسن رضا يوسفي وايي چې د غزني خلک له امنيتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړى او له دې وړاندې يې هم ملاتړي وو.

خو يوسفي بيا وايي چې په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونو ته يو ښارګوټی په نظر کې نيولی و چې تر اوسه نومرې نه دې ورکړل شوې.

خو د غزني اوسېدونکي بيا اندېښنه لري چې تر عملياتو وروسته کله چې امنيتي ځواکونه ولاړ شي، وسله مخالفين بېرته سيمې نيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.