هرات (پژواک، ٦ غويى ٩٥): د "ټاپي پروژې د عملي کېدو اهميت" ګډ کنفرانس، د دې پروژې د غړو هېوادونو استازو په ګډون نن په هرات ولايت کې جوړ شو.
په دغه کنفرانس کې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حاجي اوف، د کانونو وزارت تخنيکي مرستيال عبدالقدوس، د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت کرزي او د بهرنيو چارو وزارت اداري مرستيال نصيراحمد، په هرات کې مېشت د ايټاليايي ځواکونو قوماندان، د ترکمنستان، هند، پاکستان او ايران کونسلونو او په هرات کې د يوناما استازي او د دغه ولايت يو شمېر لوړ پوړو چارواکو ګډون کړى و.
د هرات والي محمد اصف رحيمي د دغه کنفرانس په پيل کې وويل چې د دې پروژې تطبيق به په افغانستان کې د نورو پروژو ترسره کولو لپاره هم لار پرانيزي.
رحيمي زياته کړه چې ټاپي پروژه څه باندې ٣٠ کاله د کاغذ پر مخ پاتې وه؛ خو د ترکمنستان، ايران او پاکستان په هڅو د دې پروژې د تطبيق لپاره عملي ګامونه واخيستل شول.
د هرات والي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې د ټاپي پروژې عملي کار د ترکمنستان په خاوره کې پيل شوى دى، زياته کړه چې د افغانستان خلک د دې پروژې د ډېر ژر عملي کېدو لپاره زيات لېوال دي او دا پروژه نه يوازې اقتصادي، بلکې يوه امنيتي پروژه هم بولي.
له ترکمنستان څخه د غازو لېږد پروژه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته (ټاپي) د ١٣٨٩ کال ليندۍ مياشت کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان ولسمشرانو او د هند انرژۍ وزير له لوري لاسليک شوې ده.
د ټاپي غاز نلليکه د ترکمنستان له دولت اباد څخه پيل او د ياد هېواد په خاوره کې له ١٤٧ کيلومترو له غځېدو څخه وروسته د ٧٣٥ کيلومترو په واټن د افغانستان له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو څخه تر تېرېدو وروسته تر پاکستان پورې غځېږي او په پاکستان خاوره کې د ٨٠٠ کيلومترو له غځېدو وروسته د هندوستان فاضيلکان سيمه کې پاى مومي.
افغان چارواکو ويلي چې په دې پروژه کې پانګونه له ٨- ١١ ميلياردو ډالرو اټکل شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن