ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ولسمشر  په څرګندونو کې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره روښانه دريځ نه و”

“د ولسمشر په څرګندونو کې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره روښانه دريځ نه و”

author avatar
25 Apr 2016 - 18:18
“د ولسمشر  په څرګندونو کې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره روښانه دريځ نه و”
author avatar
25 Apr 2016 - 18:18

کابل (پژواک، ۶ غويى ۹۵): د ملي يووالي حکومت اپوزيسيون وايي، ولسمشر هغه څرګندونې بيا وکړې چې تل به يې کولې او د هغه په څرګندونو کې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره روښانه دريځ نه و.

ولسمشر محمد اشرف غني چې نن يې د ملي شورا د دواړو جرګو ګډې ناستې ته خبرې کولې، وويل چې افغان حکومت د سولې له خبرو لاس نه اخلي، خو سوله يواځې له افغاني لارو تعقيبوي او له هغوى سره سوله کوي، چې جګړه نه غواړي، د افغانستان اساسي قانون مني او له ترهګرۍ سره خپله اړيکه پرې کوي.

همداراز ولسمشر له پاکستان څخه وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي، که نه افغانستان به د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په مراجعې کولو سره د هغو مجرمينو او جنايتکارانو پر وړاندې چې لاسونه يې د افغانانو په وينو لړلي، د ډيپلوماتيکي جدي اقداماتو له لارې له افغانستان نه بهر اقدام وکړي.

ولسمشر وويل: "زموږ د ملت له همغږۍ وروسته، شريرو طالبانو د ناوړه غير انساني جنايت په ترسره کولو سره، زموږ هېوادوال په خاورو او وينو ولمبول... دا پېښه د دې جنايتکارانو لومړۍ پېښه نه ده."

خو د انوارالحق احدي په مشرۍ د نوې ملي جبهې وياند وحيدالله غازي خېل چې ياده جبهه د ملي يووالي د حکومت اپوزيسيون ګڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل: "موږ د ولسمشر خبرې واورېدې، هغه په خبرو کې څه نوي نه لرل، يواځې ده طالبان ياغيان وبلل چې دا خبره يې پخوا هم کړې وه."

هغه زياته کړه، ولسمشر يواځې له پاکستان نه ناهيلي وښوده، چې دغه هېواد د سولې په خبرو کې رښتينې هڅې نه دي کړي، خو د دوى جبهې پخوا ويلي و چې پاکستان د سولې په خبرو کې صادق نه دی.

غازي خېل وايي: "متاسفانه ولسمشر ولس ته کوم روښانه پيغام نه درلود چې دوی د جګړې او سولې په برخه کې څه کوي؟ نوې ملي جبهې او افغان ملت له ولسمشر نه توقع لرله، چې دی به د افغانستان د سولې او جګړې په اړه روښانه دريځ غوړه کړي، خو متاسفانه چې موږ د ولسمشر په خبرو کې داسې څه ونه ليدل."

د ده په وينا، ولسمشر ګونګې خبرې وکړې، يو خوا يې طالبان ياغيان وبلل او له هغوی سره د خبرو د بندېدو ګواښ يې وکړ او په مقابل کې يې له پاکستان څخه وغوښتل چې د سولې په تړاو په خپلو ژمنو وفا وکړي.

هغه وويل: "متاسفانه د ولسمشر خبرې ضد او نقيض وې، خو په مقابل کې د افغانستان خلک له ولسمشره روښانه دريځ غواړي."

غازي خېل وويل: "کله چې په پاکستان کې کوم بريد کېږي او د پاکستاني چارواکو له خوا يې پړه پر افغانستان اچول کېږي، هغوى له خپلو اسنادو سره افغانستان ته راځي؛ خو متاسفانه چې افغان حکومت د ضعف د مديريت له وجې دا ډول اسناد نه لري چې پاکستان، ملګرو ملتونو او نورو اړوندو ادارو ته يې وړاندې کړي."

د حراست او ثبات شورا هم وويل چې د ولسمشر دې څرګندونو له پخوانيو خبرو سره ډېر توپير نه درلود او داسې نه و چې له مخې يې د ملت درد ورباندې دوا شي.

د دې شورا وياند مسعود ترشتوال وويل: "د ولسمشر څرګندونو د هغه له پخوانيو څرګندونو سره ډېر توپير نه درلود، اساسی ټکی دا دى چې تر حکومتي چارواکو زموږ ملت د دښمن په تعريف ښه پوهېږي، ځکه تر هر چا يې ملت ته ډېر زيان رسېدلی دی، چې هغه طالب دی او طالب د افغانستان د خلکو دښمن دی."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.