ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له حزب اسلامي سره د سولې خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي”

“له حزب اسلامي سره د سولې خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي”

author avatar
25 Apr 2016 - 12:10
“له حزب اسلامي سره د سولې خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي”
author avatar
25 Apr 2016 - 12:10

کابل (پژواک، ٦ غويى ٩٥): د سولې عالي شورا وايي چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې خبرې تر اوسه مثبتې پايلې لري او په نږدې راتلونکي کې به پر اختلافي مواردو هم هوکړه وشي.

د حکمتيار په مشرۍ د جزب اسلامي لومړى دوه کسيز پلاوي شاوخوا يوه مياشت وړاندې له افغان حکومت سره په کابل کې د سولې خبرې پيل کړې او وتوانېدل چې پر ځينو اختلافي مورادو هوکړې ته ورسېږي او د دغه ګوند دويم پلاوى دوې ورځې وړاندې د دوکتور قاضي محمد حکيم حکيم په مشرۍ کابل ته ورسېد او باور داسې و چې په دې پړاو کې به د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې خبرې نهايي شي.

د سولې عالي شورا مرستيال مولوي عطاءالرحمن سليم له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې دا شورا د اسلامي حزب سره د سولې په خبرو کې خلاص لاس لري او ټول تصميمونه د ملي يو والي حکومت سره په مشوره نيول کېږي او تر اوسه پورې ددې خبرو پايله مثبت ده.

هغه زياته کړه: "له  حزب اسلامي سره د سولې خپرلې د باور رامنځته کولو پر بنسټ پيل شوې او تر يوې کچې هوکړه هم شوې ده او هيله ده چې په نږدې راتلونکي کې به پر اختلافي مواردو هم هوکړه وشي، موږ د دې مذاکراتو پر پايلو باور لرو او که چېرته مو باور نه وي، طبيعي ده چې خبرې مو نه پيلولې.))

مولوي سليم زياته کړه چې په دې خبرو کې د ملي يووالي حکومت تر ټولو مهمه غوښتنه د هېواد د اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو منل دي چې د اسلامي حزب له خوا دا غوښتنه منل شوې ده.

د سولې عالي شورا مرستيال زياته کړه چې د حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د هوکړه ليک ٢٥ مواردو نه په ډېرى مواردو هوکړه شوې ده.

هغه وويل: ((له يوې نيمې مياشتې راهيسې پر دې هوکړه ليک کار روان دى او هيله ده چې د خلکو د غوښتنې او اساسي قانون سره سم دا خبرې پايله ولري، له پنځو تر شپږو اختلافي موارد پاتې دي چې سرسري او تخنيکي دي، خو د حل وړ دي او هيله ده چې په دې مواردو کې هم توافق ته ورسېږو.))

نوموړي د اختلافي مواردو په اړه څه ونه ويل.

خو ويل کېږي چې رڼې او عادلانه ټاکنې، د اسلامي حزب د بنديانو خوشي کول او له ګاونډيو هېوادونو نه د افغان کډوالو راستنولو د زمينې مساعدول د عمده اختلافي مواردو دي.

د سولې عالي شورا مرستيال  د بنديانو د خوشي کولو په اړه وويل: ((اوسمهال د حزب اسلامي د سياسي بندنيانو د خوشي کېدو د څرنګوالي په اړه اختلاف شته، موږ د بنديانو خوشي کېدو ته ژمن يو، خو لومړى بايد يو کميسيون جوړ شي، بنديان وپېژني، څو نور کسان د اسلامي حزب په نامه خوشي نه شي.))

هغه زياته کړه چې د سولې عالي شورا  د حکومت له خوا د جګړې پر ځاى سولې ته د لومړيتوب له ورکولو ملاتړ کوي، د کړنلارې دا بدلونه ددې ترڅنګ چې سولې  پروسې ته زيان نه رسوي، بلکې د سولې پروسه پياوې کوي.

د مولوي سليم په خبره، افغان حکومت د سولې غږ اوچت کړى، خو وسله والو مخالفينو فکر کاوه چې د جګړې، ځانمرګو بريدونواو چاودنو د دوام له لارې کولى شي خپلې موخې ته ورسېږي، خو حکومت مسووليت لري چې د هغوى پر وړاندې ودرېږي چې په داسې کړنه به وسله وال مخالفين پوه شي چې جګړه حل لاره نه ده، هېڅکله هم خپلې موخې ته نه رسېږي او سولې کولو ته اړ کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.