کابل (پژواک، ۶ غويى ٩٥): د ملي شورا د نننۍ ځانګړې ناستې لپاره چې ويل کېږي ولسمشر ورته د سولې او جګړې په اړه نوې تګلاره وړاندې کوي، سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د ولسمشر د وياند دفتر ويلي چې نن به محمداشرف غنې د ملي شورا ګډې غونډې ته په هېواد کې د جګړې د اوسني او راتلونکي وضعيت په اړه څرګندونې وکړي.
د دې غونډې لپاره په کابل ښار، په تېره بيا د ملي شورا د ودانۍ شاوخوا سيمو او دې ودانۍ ته پر غځېدلو لارو سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
ياده غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو هڅو مثبته پايله نه لرله او په دې اړ د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين څلور اړخيزې ناستې هم بې پايلې وې او پاکستان له ژمنې سره سم وسله وال طالبان د افغانستان له دولت سره خبرو ته حاضر نه کړل.
دغه راز د هوا په ګرمېدو سره د هېواد په بېلابېلو سيمو کې امنيتي وضعيت خراب شوى او د وسله والو طالبانو بريدونو زور اخيستى دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن