ميمنه(پژواک، ٦ غويى ٩٥): د فارياب ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يوه هلک خپله مور او خور پر ډزو وژلي دي.
دا پېښه تېره شپه د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښار د نهمې ناحيې په يمبلاق کلي کې رامنځته شوې ده.
د فارياب امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال سربلند پژواک خبري اژانس ته وويل چې ٣٠ کلن نجم الدين نومي تېره شپه ناوخته خپله ٥٥ کلنه مور او ٢٥ کلنه خور وژلي او تښتېدلى دى.
نوموړي وويل چې دا پېښه د کورني تاوتريخوالي په سبب رامنځته شوې ده :((نجم الدين يو کوڅه ډب کس دى، کشفي ارګانونه يې د نيولو په لټه کې دي.))
د فارياب د عامې روغتيا د عدلي طب مشر ډاکټر سمير عنايت وويل چې دواړه وژل شوي د سر په برخه کې پر مرمۍ لګېدلي دي.
د فارياب ولايت د بشري حقونو کمېسيون د ولايتي دفتر مشر سيد حفيظ الله فطرت ددې پېښې د غندنې ترڅنګ له امنيتي او کشفي چارواکو وغوښتل چې ډېر ژر دې ددې قضيې عامل ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
فطرت وويل چې د ١٣٩٤ لمريز کال د ليندۍ له مياشتې تر اوسه پورې يې له ښځو سره د تاوتريخوالي ٦٢پېښې ثبت کړې چې ١٢ موارد يې د قتل او ځان وژنې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ يوه اته کلنه نجلۍ چې د ميمنې ښار د هوايي ډګر ساحه کې له چره ييز ټوپک سره د لوبو پرمهال د چره ييز ټوپک د ډز په سبب ووژل شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن