ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځیني دولتي مسوولین د نوري فایبر او سلام ټري جي خدمتونو پر وړاندې خنډ دي

ځیني دولتي مسوولین د نوري فایبر او سلام ټري جي خدمتونو پر وړاندې خنډ دي

author avatar
25 Apr 2016 - 10:56
ځیني دولتي مسوولین د نوري فایبر او سلام ټري جي خدمتونو پر وړاندې خنډ دي
author avatar
25 Apr 2016 - 10:56

خوست ښار (پژواک، ٦ غويى ٩٥): د خوست يو شمېر اوسېدونکي پر دولتي مسوولينو نيوکه کوي چې د نوري فايبر شبکې او د سلام تري جي انټرنېټي خدمتونو په وړاندې کولو کې په لوی لاس ځنډ رامنځته کوي.

مدني فعال محمد رسول عادل وايي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د برخې دولتي مسوولينو لومړی پروژه په خپل وخت پلې نه شوه کړای او اوس چې بشپړه شوې، په پرانيستلو کې يې ناغېړي کوي.

د معلوماتو له مخې، د يادې پروژې کار د ۲۰۱۱ ميلادي کال په جولای کې پيل شوی و او هغه مهال مسوولينو ويل چې په ۶ مياشتو کې يې کارونه خلاصېږي، خو بشپړېدو يې شاوخوا پنځه کاله وخت ونيو.

عادل پژواک اژانس ته وويل چې د خوست ډېر خلک له انټرنېټ سره سروکار لري، خو د اوسنيو خصوصي شبکو بې کيفيته او کمزورو انټرنېټي خدمتونو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.