فيض اباد ښار(پژواک، ٧ غويى ٩٥): د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې ددې ولايت په کوفاب ولسوالۍ کې د واورې ښويېدو له امله يوه ښځه او يوه کم عمره نجلۍ مړې شوې دي.
د بدخشان له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر سيدعبدالله همايون دهقان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون مازيګر د کوفاب ولسوالۍ په پايمزار کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې ددې قربانيانو له ډلې يوه دېرش کلنه ښځه ده او بله يوه ١٣ کلنه نجلۍ ده چې د يوې مړى يې لا هم د واورو تر امبار لاندې دى او د را ايستلو لپاره يې هڅې روانې دي.
سرچينې وويل چې د بدخشان له پېښو سره د مبارزې رياست ددې پېښې د قربانيانو له کورنۍ سره پنځوس زره افغانۍ مرسته کړې ده.
په بدخشان کې هر کال په غرنيو سيمو کې خلکو ته د واورې ښوېيدو او نيزونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن