ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باميانو کې د ښوونکو له کمښته زده کوونکي ښوونځي پرېږدي

باميانو کې د ښوونکو له کمښته زده کوونکي ښوونځي پرېږدي

author avatar
26 Apr 2016 - 15:38
باميانو کې د ښوونکو له کمښته زده کوونکي ښوونځي پرېږدي
author avatar
26 Apr 2016 - 15:38

باميان (پژواک، ٧ غويى ٩٥): به باميانو کې د ښوونکو د تشکيل کمښت د دغه ولايت د پوهنې نظام له جدي ننګونو سره مخ کړى او د دې وېره شته چې ګڼ شمېر زده کوونکي به د درس او ښوونکي د نشتوالي په سبب زده کړې برېږدي.

اوسمهال په باميانو کې ٣٣٨ ښوونځي فعال دي چې ٥٩ يې لومړني ښوونځي، ١٤٣ منځني ښوونځي او ١٣٦ لېسې دي. په يادو ښوونځيو کې ٧٣٠٢٠ هلکان او ٦٣٢٣٥ نجونې په زده کړو بوختې دي چې د ښوونې چارې يې ٣٣٣٣ ښوونکي مخته وړي چې ٨٠٥  يې ښځينه ښوونکې دي.

خو د باميانو د پوهنې رياست وايي چې د باميانو د ښوونکو تشکيل د ښوونکو اړتيا نه پوره کوي او نږدې ٢٣٨٠ نورو ښوونکو ته اړتيا ده، خو په دې برخه کې له زياتو شکايتونو سربېره هم د ښوونکو د کمښت ستونزه پر خپل ځاى پاتې ده او هېڅ پاملرنه ورته نه ده شوې.

د باميانو د پوهنې رياست سرپرست محمد ايوب اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال شاوخوا ٣٥٠٠ ښوونکو د حق الزحمې په بدل کې په ښوونځيو کې وګومارل شول، خو د يوه کال د تنخواوو د نه ورکولو په سبب يې له درس ورکولو ډډه کړې.

هغه زياته کړه: ((دا ستونزو مو څو ځله د پوهنې وزارت او باميانو له ځايي ادارې سره شريکه کړې، خو لا هم په دې برخه کې پاملرنه نه ده شوې او موږ اندېښمن يو چې که وضعيت همداسې وي، ګڼ شمېر زده کوونکي د درس د نشتوالي په سبب له لاسه ورکړو، کله چې په ښوونځي کې درس نه وي، زده کوونکي هم اړ کېږي چې له زده کړې سره مخه ښه وکړي.))

اميري د دې پخلى وکړ چې د ښوونکو کمښت د زده کوونکو تدريسي بهير ته سخت زيان اړولى دى.

د سکينې په نوم يوې اجيزې ښوونکې وويل چې د حق الزحمې ښوونکو ٩ مياشتې درس ورکړ، خو په پاى کې يې د يوې مياشتې تنخوا هم ورنه کړل شوه، ښوونځو څو ځله اعتراض وکړ، خو پايله يې نه درلوده.

هغې زياته کړه: ((د ښوونکو د تنخوا نه ورکول، د حکومت لپاره کوم امتياز  نه، بلکې د معارف د زده کوونکو په حق کې خيانت دى چې په پايله کې يې سږ کال د باميانو د ښوونځيو زده کوونکي بې ښوونکي پاتې شول.))

د باميانو د مرکز د يوه ښوونځي د لسم ټولګې زده کوونکې سليمې وويل: ((سهار مهال ښوونځي ته راځو، يو يا دوه ساعته درس راته وايي، يو شمېر مضامين مو ښوونکي نه لري او پاتې ساعتونه مو بې درسه تېرېږي.))

نوموړې زياته کړه چې د ښوونکو د کمښت ستونزه دې ډېر ژر حل شي، څو د زده کوونکو وخت بې ځايه تېر نه شي.

د باميانو په مرکز کې د ١٢ ټولګي يوه زده کوونکي عبدالاحمد پژواک ته وويل چې زموږ د زياتو کتابونو ښوونځي مشخص نه دي، يو ښوونکى يواځې د زده کوونکو د ساتلو لپاره د څو مضامينو تدريس کوي.

هغه د پوهنې له رياست وغوښتل چې د هر مضمون لپاره ځانګړى استاد وګوماري، له دې پرته په اوسني ډول تدريس کول ګټور نه دى او د روان کال په کانکور کې ناکام پاتې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.