ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بدخشان د پامير يو شمېر اوسېدونکي له لوږې واښه خوري”

“د بدخشان د پامير يو شمېر اوسېدونکي له لوږې واښه خوري”

author avatar
26 Apr 2016 - 16:16
“د بدخشان د پامير يو شمېر اوسېدونکي له لوږې واښه خوري”
author avatar
26 Apr 2016 - 16:16

فيض اباد ښار (پژواک، ٧ غويى ٩٥): د بدخشان د پامير يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د خوراکي توکو د کمښت په سبب له وچو سبزيو او وښو ګټه اخلي.

د پامير د خلکو استازى عبدالولي چې د بدخشان د مرکز فيض اباد ښار د دې سيمې د سلګونو خلکود غږ رسولو په موخه د ولايت مرکز ته راغلى، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې تېر کال په پامير کې د پرلپسې واورې ورېدو او هېواد د سړښت او څارويو د خوراکي توکود نشتوالي په سبب شاوخوا ٢٥٠٠ څاروي له منځه تللي دي.

هغه زياته کړه چې اوسمهال د پامير د اوسېدونکو پر مخ پلې لارې تړل شوې، سوداګر خوارکي توکي د واخان بروغيل تر سرحد پورې لېږدوي، خو له هغه ځايه يې د لارې د بندوالي په سبب پامير ته نه شي لېږدولى او خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي وويل چې خلک يې په مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د خپل ژوند اړتياوې پوره کوي، خو اوسمهال د ژوندي پاتې کېدو لپاره  له هغه ګياوو او واښو کار اخلي چې د اوړي په موسم کې يې راټولې کړې او وچې کړې دي.

نوموړي له دولت او د بدخشان له ځايي چارواکو غوښتنه وکړه چې د پامير د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او خبر دارى  يې وکړ که پاملرنه ورته ونه شي، د دې سيمې ګڼ شمېر خلک به د خوراکي توکو د نشتوالي په سبب ومري.

د بدخشان ولايتي شورا غړي طلب الدين قاري هم وويل چې د بدخشان د سرحدي ولسواليو د لارو بندېدل ددې سبب شوي چې په يادو سيمو کې د خوارکي توکو بيې بې اندازې لوړې شي.

هغه زياته کړه: ((د پامير اوسېدونکي چې د بدخشان په لوړو سيمو کې ژوند کوي، د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي چې بايد ډېر ژر ورسره مرسته وشي.))

په ورته وخت کې د بدخشان والي احمد فيصل بيګزاد ومنله چې ومنله چې د بدخشان د پامير اوسېدونکي له دې امله چې سيمه يې لا هم په واور پوښلې او اکمالاتي لارې يې بندې دي، د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

هغه وويل: ((د پېښو سره د مبارزې او کلو پراختيا رياستونه ګومارل شوي چې ډېر ژر د پاميريانو دا ستونزه حل کړي.))

والي وويل چې د وردوج او شهدا ولسواليو لارې پرانېستل شوې او ژمنه يې وکړه چې د پامير خلکو ته به د تاجکستان له لارې اسانتياوې برابرې کړي، څو د خوراکي توکو د کمښت ستونزه يې حل شي.

بلخوا د بدخشان د پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مشر سيد عبدالله همايون دهقان وويل چې د پامير خلکو تېر کال د خپلو څارويو واښه د واورو ورېدو په سبب له لاسه ورکړل او يو شمېر څاروي يې هم له منځه تللي دي.

خو نوموړي په دې اړه څه ونه ويل چې د پامير خلک اوسمهال د خوراکي توکو د کمښت په سبب له واښو ګټه اخلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.