د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بدخشان کې د واورې ښوېيدو له امله دوه تنه مړه شوي

پېښې

آرشيف

په بدخشان کې د واورې ښوېيدو له امله دوه تنه مړه شوي

Apr 26, 2016 - 13:26

فيض اباد ښار(پژواک، ٧ غويى ٩٥): د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې ددې ولايت په کوفاب ولسوالۍ کې د واورې ښويېدو له امله يوه ښځه او يوه کم عمره نجلۍ مړې شوې دي.

د بدخشان له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر سيدعبدالله همايون دهقان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون مازيګر د کوفاب ولسوالۍ په پايمزار کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې ددې قربانيانو له ډلې يوه دېرش کلنه ښځه ده او بله يوه ١٣ کلنه نجلۍ ده چې  د يوې مړى يې لا هم د واورو تر امبار لاندې دى او د را ايستلو  لپاره يې هڅې روانې دي.

سرچينې وويل چې د بدخشان له پېښو سره د مبارزې رياست ددې پېښې د قربانيانو له کورنۍ سره پنځوس زره افغانۍ مرسته کړې ده.

په بدخشان کې هر کال په غرنيو سيمو کې خلکو ته د واورې ښوېيدو او نيزونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوړي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement