ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان وايي، پاکستان ته يې پلاوى لېږلى

طالبان وايي، پاکستان ته يې پلاوى لېږلى

author avatar
27 Apr 2016 - 19:48
طالبان وايي، پاکستان ته يې پلاوى لېږلى
author avatar
27 Apr 2016 - 19:48

کابل(پژواک، ٨ غويى ٩٥): طالبان وايي، د هغوى د سياسي دفتر يو پلاوى پاکستان ته تللى تر څو له پاکستاني چارواکيو سره په سرحدي سيمو کې د ځينو ستونزو او نورو مسايلو په اړه خبرې وکړي.

طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي :" دا چي  افغان  ولس  له  ګاونډي  هیواد  پاکستان  سره  نږدې  اړیکي ،اوږده  پوله  او تجارتي راکړه ورکړه لري،  همدا رنګه   هلته زموږ زیات شمیر هیواد وال دهجرت  شپي ورځي تیره وي، د قطر سیاسي دفتر پتیلې چي اسلام اباد ته  یو لوړ  رتبه  پلاوی  و لیږي."

سرچینه لیکی چې دې پلاوي ته د دوى د مشرتابه له لورې دنده  سپارل  شوې  چي د پاکستان حکومت له چارواکوسره په هغه هیواد کې د میشتو مهاجرو په ستونزو،په ځینو سرحدي سیمو کې په یو لړ مشکلاتو او په خاص ډول  د   ملابرادر اخوند او یو شمیر نورو بندیانو د خلاصون  په اړه  خبري  وکړي .

طالبانو هيله څرګنده کړې چې  دا سفر  د داوړو هیوادو  په  ګټه  او ښې پایلې ولري .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.