ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاروق اعظم: د سولې لپاره بايد د پاکستان پر ځاى خپلو خلکو ته مراجعه وشي

فاروق اعظم: د سولې لپاره بايد د پاکستان پر ځاى خپلو خلکو ته مراجعه وشي

author avatar
27 Apr 2016 - 19:08
فاروق اعظم: د سولې لپاره بايد د پاکستان پر ځاى خپلو خلکو ته مراجعه وشي
author avatar
27 Apr 2016 - 19:08

کابل (پژواک، ٨ غويى ٩٥): فاروق اعظم، پر دولت او وسله والو مخالفينو د سولې غږ وکړ او ويې ويل، هغه امتياز چې حکومت يې پاکستان ته او طالب يې امريکا ته ورکوي،‌ خپلو منځو کې يې دې يو بل ته ورکړي.

 ده چې نن يې په ارګ کې د مجاهدينو د برياليتوب د ورځې (د غويي اتمې) په مناسبت په جوړه شوې ناسته کې خبرې کولې وويل:" د خدای په خاطر په خپل ملت اعتماد وکړئ او همدا په ذهن کې ولرئ چې سوله به راولو،‌ موږ  درسره  ملګري ‌ يو."

ده وويل: "زه په سوله کې لويه تجربه لرم، بين المللي تجربه هم لرم. کومې خبرې چې مې کرزي ته کړي وې، هغه ويل چې طالب سره نه کېنم طالب د پاکستان ګوډاګی دی،‌ له پاکستان سره کېنم. ما ورته وويل چې هغه طالب به وايې چې ته د امريکا ګوډاګی يې، سرنوشت به پاکستان او امريکا ته سپارل کېږي... نور پاکستان ته مراجعه نه بلکۍخپل قوم ته مراجعه په کار ده،‌، علما او درانه خلک لرو، په هغوی اعتماد وکړئ، خلکو ته د منځګړيتوب موقع ورکړئ."

هغه د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې وويل:" طالبانو له کمونستانو او مجاهدينو څخه پند وانه خيست ملاشاهي يې جوړه کړه، کار يې نا اهلو ته وسپاره،‌ د صحت وزير ملا، د زراعت وزير ملا،‌ هر وزير ملا، ملاشاهي وه.‌ کار يې نااهلو ته وسپاره او له خپله منځه خراب شوه. "

دى د حکومت پر کړنو نيوکې کوې او زياتوي:" طالبان مات شول، هغوی غوږونه نيولي وو چې موږ په کورونو کې پريږدي، مګر کرزي پري نه ښودل. کرزي هم منله چې دوی يې پرې نه ښودل. ۱۶ طالبانو خالد پښتون ته وويل چې موږ له پاکستان څخه درځو،‌ څوکۍ نه غواړو، پري مو ږدئ، مګر ځيني چې راغلل نو هغه بګرام او ګوانتانامو ته يوړل شول."

د ده په وينا، ځينو ټول پښتانه د ناټو په سوټي ووهل او ١٥ کاله کېږي چې جګړه پر پښتون تحميل شوې او  پښتون له تعليم څخه محروم دى.

هغه زياتوي:"ډايکنډي څخه ۶۵۰۰ هلکانو او له لوی کندهاره ۲۱۰۰ تنو د کانکور ازموينه ورکړې وه. پښتون په دولت کې نشته،‌ دا بي عدالتي نور نه زغمل کېږي."

ده وويل:" موږ ټول پوهېږو چې د چا تر شا څوک ولاړ دي،‌ مګر د سولې اړوند بايد څه وکړو، نظامي قوه به قوي کوئ، مګر دا ملک جنګ نه شي تحمل کولای، نظام په جنګ نه ساتل کېږي، دا په ذهن کې ولرئ چې جنګ به ختموى"

هغه وويل :"هغه څوک چې تاسې پرون نه پرېښودل، نن يو قوت دی. نن نظام کې داسې کسان شريک دي چې په قوت کې تر طالبانو ډېر کم دي."

فاروق اعظم پر سوله ټينګار وکړ او ويې ويل چې که اړينه وي د سولې د ټينګښت لپاره اساسي قانون تعديل شي، نو تعديل دې شي، ځکه چې دغه قانون هسې هم تعديل ته اړتيا لري.

دى وايي، که سوله د څوکيو پر وېش راځې نو دا کار دې هم وشي، ځکه چې افغانان نور جګړه نه شي تحمل کولاى.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې ناسته کې وويل چې د ملي وحدت حکومت هېڅکله په ملي ګټو کې کوم هېواد ته امتياز نه دى ورکړى او کله هم دا کار نه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.