ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهاره: د خاوند له وژلو وروسته د خپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمنه يم

بهاره: د خاوند له وژلو وروسته د خپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمنه يم

author avatar
28 Apr 2016 - 14:54
بهاره: د خاوند له وژلو وروسته د خپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمنه يم
author avatar
28 Apr 2016 - 14:54

 کندوز(پژواک، ٩ غويى ٩٥): يوه مېرمن چې خپل خاوند يې د کندوز په وروستيو جګړو کې له لاسه ورکړى وايي چې د خپل خاوند له وژل کېدو وروسته له ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخ شوې او اړ ده چې خپله کار وکړي او د کورنۍ لګښتونه پوره کړي.

دغه مېرمن چې ٤٠ کاله عمر لري او د کندوز ښار په دويمه ناحيه کې په يوه کرايي کور کې ژوند کوي، وايي چې ٤٥ کلن خاوند يې(سيدجان) په کندوز ښار کې د معاملاتو د لارښوونې دفتر درلود چې د کورنۍ يواځينى ډوډۍ راوړونکى و او د کندوز د سقوط په پېښه کې ووژل شو.

 د ١٣٩٤ لمريز کال د تلې په شپږمه پر کندوز ښار د طالبانو د پرله پسې بريدونو په ترڅ کې دا ښار د طالبانو لخوا ونيول شو او شاوخوا ١٤ ورځې ددې ښار په کوڅو او واټونو کې جګړه روانه وه چې بالاخره امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې بېرته يې ونيسي.

ددې نښتو په ترڅ کې د کندوز ښار ٣٠٠ ملکي وګړي ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

بهاره چې ددې پېښې يوه قرباني ده، زياتوي ، د جګړې په څلورمه ورځ کله چې د کندوز ښار په کوڅو کې نښتې روانې وې او خلک له خپلو کورونو نه شواى راوتلى، د دوى په کور کې ډوډۍ نه وه او د کورنۍ د غړو د سختې لوږې په سبب يې خاوند اړ شو چې د يوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره له کوره بهر ووځي.

 نوموړې په داسې حال کې چې ددې پېښې کيسه ورته ګرانه وه، په اوښلنو سترګو يې زياته کړه:((سهار وختي مې خاوند په ډوډۍ پسې تللى و، تاسې پوهېږۍ چې د تلې په لسمه د کندوز امنيتي وضعيت ښه نه و، خاوند مې د ډوډۍ پېرلو لپاره اړ شو چې امام صاحب بندر ته چې يواځې يوه نانوايي په کې پرانېستې وه په همدې وخت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه پيل شوه او خاوند مې ټپي شو.))

نوموړي چې اوښکو د خبرو اجازه نه ورکوله، زياته يې کړه، سهار ٩ بجې مو خپلوانو خاوند روغتون ته ولېږدولو، خو هلته يې درملنه ونه شوه او له هغه ځايه د ملي اردو روغتون ته ولېږدول شو، د همدې ورځې ماښام مهال و چې مېړه مې له نړۍ سترګې پټې کړې.

 بهاره چې ٢ لوڼې او يو زوى له لسو تر اتلسو کلونو پورې لري، وويل چې د خاوند له مړينې وروسته اړ شوه چې خپله کار وکړي او د خپلې کورنۍ لګښت پوره کړي، اوسمهال د کندوز په يوه سيمه ييزه رسنۍ کې پاکوونکې ده(صفا کاره) ده، خو ډېرې کمې پيسې تر لاسه کوي چې حتى د اولادونو لومړنۍ ستونزې يې هم نه شي پوره کولى.

هغې زياته کړه چې له ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخ ده، سره له دې چې دولت د کندوز د جګړو  له يو شمېر قربانيانو سره د پيسو مرستې وکړې، خو دې ته تر اوسه هم دا مرستې نه دي رسېدلې.

د بهارې  لېورمحمد سيد وويل چې د ورور اقتصادي وضعيت يې ښه نه و او د هغه له وژل کېدو وروسته يې د کورنۍ مسووليت د وريندارې(بهارې) پر غاړه دى او وضعيت يې لا خراب شوى.

هغه زياته کړه:(( زما خپل اقتصادي وضعيت هم ښه نه دى چې د خپل ورور له مېرمنې او اولادونو سره مرسته وکړم، پوهېږم چې د ورور کورنۍ مې بد وضعيت لري، دولت هم ورسره مرسته ونه کړه، نور دولت ته هم هيله نه لرو، ځکه چې دولت خپل ځان ته څه نه شي کولى، نو له قرباني کورنيو سره به څه مرسته وکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز ولايت له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر ميراقا اعتبار وويل، دولت د کندوز وروستۍ پېښې له وژل شوو کورنيو سره ٥٠ زره افغانۍ مرسته کړې، خو هغه ددې پخلى وکړ چې دا مرستې د قربانيانو ټولو کورنيو ته نه دي رسېدلې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.