ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د استيناف څارنوالۍ رييس ووژل شو

د هرات د استيناف څارنوالۍ رييس ووژل شو

author avatar
28 Apr 2016 - 16:38
د هرات د استيناف څارنوالۍ رييس ووژل شو
author avatar
28 Apr 2016 - 16:38

هرات (پژواک، ٩ غويى ٩٥) : د هرات د استيناف څارنوالۍ رييس په هرات ښار کې د ناپېژاندو وسله والو لخوا ووژل شو.

د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالمجيد روزي د غويي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا درې نيمو بجو د هرات ښار په پنځمه ناحيه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وسله والو کسانو د هرات د استيناف څارنوالۍ پر رييس  سميع الدين رهين د هغه د کور په ٥٠ مترۍ کې ډزې کړې دي چې له امله يې هغه ځاى پر ځاى ووژل شو.

دى وايي چې د يادې سيمې ځينې امنيتي کارکوونکي نيول شوي، چې ولې يې په دې برخه کې غفلت کړى دى.

د نقيب الله په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، وسله  وال کسان چې په کرولا موټر کې راغلي وو، له خپل موټر څخه ښکته شول او پر څارنوال يې  په موټر کې ډزې وکړې او هغه يې ځاى پر ځاى وواژه .

دى وايي چې په دې پېښه کې يو ١٠ کلن ماشوم چې له څارنوال سره په موټر کې و،  ټپي شوى دى.

تر اوسه ددې بريد مسووليت کومې ډلې نه دى منلى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.