ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مرتضوي: ولسمشر به له ژمنې سره سم د طالبانو د اعدام حکمونه توشېح کړي

مرتضوي: ولسمشر به له ژمنې سره سم د طالبانو د اعدام حکمونه توشېح کړي

author avatar
28 Apr 2016 - 20:07
مرتضوي: ولسمشر به له ژمنې سره سم د طالبانو د اعدام حکمونه توشېح کړي
author avatar
28 Apr 2016 - 20:07

کابل (پژواک ٩ غويى ٩٥): د ولسمشر له لوري طالبانو ته د ترهګر خطاب له کولو او دغه راز د يادې ډلې د يو شمېر غړو د اعدام له احتمال درې ورځې وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړى چې د هېواد د محکمو له لوري د اعدام په اړه صادر شوي حکمونه د ولسمشر له لوري څېړل کېږي.

د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي نن په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل چې ولسمشر محمد اشرف غني درې ورځې وړاندې په ملي شورا کې د عمومي بخښني فصل د له منځه وړلو په اړه له خبرو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته لارښوونه کړې، څو د هغو کسانو قضيې چې د اعدام حکم پرې شوى، وڅېړي او له هغه وروسته يې هغه ته معلومات وړاندې کړي.

نوموړي د يادو کسانو په اړه له ډېر وضاحت پرته په دې اړه وويل: "نن به د هغو کسانو لومړنى نوملړ چې ورباندې د اعدام حکم شوى؛ د ولسمشر په واک کې ورکړل شي."

مرتضوي زياته کړه: "ولسمشر به د خپل ورکړل شوې ژمنې له مخې، دغه حکمونه توشېح کړي، په دې اړه دې هيڅوک هم شک نه کوي چې د اعدام لرګي به د ترهګرو په انتظار کې وي. زموږ هر عمل له اسلامي اصولو او قانون سره برابر دى او ټولې هغه محکمې چې له ترهګرو سره د اړونده کسانو لپاره ترسره کېږي؛ له اسلامي ارزښتونو، اساسي قانون او بشري حقونو ارزښتونو سره برابرې وي."

د ولسمشر مرستيال وياند په ډاګه کړه، چې د حقاني شبکې يوه مهم غړي انس حقاني نوم چې اوسمهال په افغانستان کې زنداني دى؛ له دې امله په دغه نوملړ کې نشته چې تر اوسه پورې د هغه د قضيې قضايي اړخونه نه دي بشپړ شوي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې پاکستان ته په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړو سفر ته په اشارې سره وويل: "پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر زموږ په فکر د پوښتنې وړ دى، يوه ترهګريزه ډله نورو هېوادونو ته د سفر کولو اجازه نه لري."

شاه حسين مرتضوي د دې خبرې په څرګندولو سره چې ياد پلاوي ويلي، له ياد سفر څخه يې موخه په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعيت څېړنه ده؛ زياته کړه: "زموږ ډېرى خلک د طالبانو د زياتو جنايتونو او تاوتريخوالي له امله نورو هېوادونو ته کډه شوي، کومه ډله چې زموږ د خلکو د کډوالۍ د جنايتونو او تاوتريخوالي مسووليت په غاړه لري، هيڅکله هم د کډوالو وضعيت څېړلو ته د لاسرسي واک نه لري، د کډوالو د وضعيت څېړنه د دولتونو واک دى."

هغه څرګنده کړه، چې تېره اونۍ د افغانستان د کډوالو چارو وزير پاکستان ته سفر کړى او له هغه وروسته د افغان کډوالو وضعيت ته د لاسرسي لړۍ پيل شوې ده.

د ولسمشر مرستيال وياند د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه:"پاکستان ته د طالبانو په دغه سفر کې د دواړو هېوادونو د پولو موضوع هم مطرح شوې، خو د يوه هېواد پر پولو باندې خبرې کول؛ د دولتونو له واکونو څخه شمېرل کېږي، له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان څخه مو دا غوښتنه ده چې له افغانستان سره خپلې اړيکې د دولت په چوکاټ کې وساتي، موږ د کډوالو او سرحدونو په اړه له ترهګرو سره خبرې کول غندو او افغان دولت به هيڅکله هم دا ډول چلند ونه مني."

نوموړي يادو مواردو ته په اشارې سره وويل، چې ولسمشر نن سهار د ويډيو کنفرانس له لارې د هېواد د ٣٤ ولايتونو د ولايتي شوراګانو له غړو خبرې کړې او د خلکو استازو د سولې او جګړې په اړه د حکومت له نوو اساسي کرښو څخه د ملاتړ اعلان کړى دى.

د حکومت د اجرايي رياست وياند جاوېد فيصل هم چې په ياده خبري ناسته کې يې ګډون درلود، وويل: "اوس د دوست او دوښمن په اړه څرګند تعريف شتون لري او کوم کسان چې د ملي ګټو په ضد وسلوال  فعاليتونه کوي، د افغانستان دوښمنان دي."

هغه زياته کړه: "کوم کسان چې په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه کوي، ترهګر دي، د افغانانو دوښمنان دي او د اعدام حکم به ورباندې عملي کېږي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.