ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست ښار کې بې پيلوټه الوتکې درې کسان وژلي دي

په خوست ښار کې بې پيلوټه الوتکې درې کسان وژلي دي

author avatar
28 Apr 2016 - 14:40
په خوست ښار کې بې پيلوټه الوتکې درې کسان وژلي دي
author avatar
28 Apr 2016 - 14:40

خوست ښار (پژواک، ٩ غويى ٩٥) : په خوست ښار کې د بهرنيو ځواکونو  د يوې بې پيلوټه هوايي بريد کې درې کسان وژل شوي دي.

ددې ولايت يوې دولتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د غويي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد نن سهار شوى .

سرچينې زياته کړه، چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د خوست ښار اړونده د لکڼو سيمې د وړوکي بادشاه په سيمه کې پر يوه سراچه موټر بريد کړى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې درې کسان وژل شوي ، چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى او سراچه موټر له منځه تللى دى.

د قدير الله په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې نن سهار يو سراچه موټر له يادې سيمې څخه دتېرېدو په حال کې و، چې له هوا څخه پرې بريد وشو او درې کسان ووژل شول.

دى وايي چې درې واړه کسان سوځيدلي او له پېژندګلوۍ وتلي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.