د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په لغمان او فراه کې اتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په لغمان او فراه کې اتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

Apr 28, 2016 - 11:29

فراه، مهترلام (پژواک،۹ غويى ۹۵): د فراه او لغمان ولايتونو په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې ٨ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه ولايت په پشت کوه ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله دوه سرحدي پوليس وژل شوي او درې تنه يې ژوبل شوي دي.

د پشت کوه ولسوال عزت الله عزت د غويي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دغه پېښه تېر مازيګر رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه، چې د سرحدي پوليسو يوه ټانک د ((ګست))سيمې کې ګزمه کوله، چې ناڅاپه تر پولګوټي لاندې ښخ شوى ماين پرې وچاودېد.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې ټانګ هم زيانمن شوى دى.

د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه د لغمان ولايت مرکز اړونده سيمه کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې درې پوليس وژل شوي دي.

د لغمان د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن شفيع الله افغانيار پژواک اژانس ته وويل، چې د مبارز په نامه د يوې پوستې پوليس له وسله والو طالبانو سره لاس درلود او له هغوى سره يې د  بريد پرمهال  مرسته کړې ده.

ده زياته کړه، چې په دې بريد کې د دوو افسرانو په ګډون درې پوليس وژل شوي او د پوستې ياد پوليس مبارز له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوى دى.

د عبيدالله په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو ددغو پوليسو وسله هم له سره ځانه سره وړې ده. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan