ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هسکه مېنه کې د داعش ١٥ وسله وال وژل شوي

هسکه مېنه کې د داعش ١٥ وسله وال وژل شوي

author avatar
29 Apr 2016 - 12:27
هسکه مېنه کې د داعش ١٥ وسله وال وژل شوي
author avatar
29 Apr 2016 - 12:27

جلال اباد (پژواک ، ١٠غويى ٩٥) : د ننګرهار ولايت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د داعش ١٥ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي  وياند عطاالله خوږياڼي د غويي په ١٠مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د هسکې مېنې په نرۍ اوبو سيمه کې د داعش وسله والو  پر يوه پټنځاى بريد کړى دى.

د هغه په وينا، چې په دې بريد کې د داعش ١٥ وسله وال وژل شوي ، وسلې او مهمات يې هم له منځه وړل شوي دي .

د هسکې مېنې يوه اوسېدونکي سنګرخان  پژواک اژانس ته وويل چې په ياده ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتکې پر داعش وسله والو بريد کړى دى.

نوموړي زياته کړه چې دوى هم خبر شوي چې داعشيان وژل شوي خو کره  شمېر يې ورته نه دى معلوم .

د يوبل خبر له مخې ، د هسکې مينې په نرۍ اوبو سيمه کې د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده .

 د والي  وياند عطاالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې دغه نښته نن سهار رامنځته شوې چې په ترڅ کې  يې د داعش ٨ وسله وال او ٥وسله وال طالبان وژل شوي دي .

هغه همدارنګه زياته کړه چې نن نږدې غرمه مهال د ننګرهار په اچين کې هم پر داعش وسله والو بمبار شوى ، خو تراوسه يې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته  .

تراوسه  داعش ډلې او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.